د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

افغانستان کې وچکالي؛ کروندګر او مالداران يې اندېښمن کړي


ارشيف
ارشيف

کروندګر او مالداران وايي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله له خپلو کروندو ښه حاصلات وا نه خيستل.

۶۵ کلن عبدالله چې په بغلان کې کروندګر دی، سږ کال يې غنم کرلي، خو وچکالۍ نه دی پرېښی چې له خپلې کروندې ښه حاصلات واخلي.

عبدالله د خپلې لس کسیزې کورنۍ اړتیاوې له همدې کروندې پوره کوي.

نوموړی وايي: "غنم مو په للمه کې وکرل، خو د وچکالۍ له امله وسوځېدل. د سرې بیه هم ډېره لوړه ده. "

عبدالله د بغلان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست څخه غواړي چې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي او ترڅنګ یې د اوبه‌خور لپاره مناسب سیسټم جوړ کړي.

پسرلی بیا د کندهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې په مالدارۍ بوخت دي.

نوموړی وايي، د وچکالۍ له امله یې حیوانات مړه شول، ځکه کوم واښه یې چې ورته کښت کړي و، زرغون نه‌‌شول او تر خوا یې ورشوګانې هم سږ کال شنې شوې نه‌ دي.

نوموړی وايي: "وچکالۍ موږ ته ډېر زیان ورساوه. خپله سیمه هم نه‌لرو چې مالونه مو څرولو ته یوسوو. وضعیت ډېر خراب دی. د کرنې اوسني او مخکني ریاست زموږ لپاره هېڅ هم نه دي کړي. "

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو ‌لګونې او مالدارۍ وزارت د دې اندېښنو په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب و نه وایه.

خو طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند مولوي محمد نسیم حقاني بیا ازادي راډيو ته وویل: "د نورو اړونده ادارو سره په ګډه د وچکالۍ د مهار لپاره بېلابېل پروګرامونه لرو. د بېلګې په توګه هغو سیمو سره مرسته چې وچکالۍ ځپلي. ملي پلان هم جوړ شوی او هڅه کېږي چې پاکو اوبو ته د خلکو د لاس ‌رسي او تر څنګ یې حیواناتو ته د وښو د ورکړې زمینه برابره شي، څو تر یوه مرسته وشي. "

ښاغلی حقاني زیاتوي، د کروندوګرو لپاره هم د بوديجې په نظر کې نیولو سره واړه او لوی پروګرامونه شته چې ژر به عملي شي.

په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه بېلابېلو نړیوالو بنسټونو هم اندېښنه ښودلې.

ارشيف
ارشيف

موده وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نږدې اووه میلیونه هغو بزګرانو او مالدارنو سره د مرستې غوښتنه وکړه چې وچکالۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان هم په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه د اندېښنې ښيې او وايي چې د افغان کروندوګرو او مالدارنو سره د ژغورنې په پار مرستو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG