د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

طالبانو په ننګرهار کې د داعش د دوو غړیو د وژلو ادعا کړې


ارشیف: د طالبانو وسله وال غړي
ارشیف: د طالبانو وسله وال غړي

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ننګرهار ولایت کې یې د داعش د یوه قومندان په ګډون دوه کسان وژلي دي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ننګرهار ولایت کې، د طالبانو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د تراب په نوم د لغمان ولایت لپاره د داعش ډلې یو جګپوړی قوماندان او والي د هغه له یوه هم لاسي سره وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره تایید کړه او ویې ویل چې تراب د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې یو له مهمو قوماندانانو او مشرانو څخه و، چې د ده په خبر د چهارشنبې په ورځ ناوخته د دغه ولایت د ښيوې ولسوالۍ په وچ تنګي کلي کې ووژل شو.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا هم وکړه چې داعش په افغانستان کې د منځه تللو په حال کې دي.

مجاهد وویل: "داعش ډله اوس په افغانستان کې د نابودۍ مرحلې ته رسېدلې ده. په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د اغېزناکو عملیاتو په ترڅ کې د دوی پټنځایونه له منځه وړل شوي دي او موږ هڅه کوو چې د دوی ځینې ملېشې که پاتې وي پیدا او له منځه یوړل شي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د ثور میاشتې په لومړیو کې سپینې ماڼۍ د طالبانو له خوا د کابل پر هوايي ډګر د ځانمرګي برید د طرحه کوونکي د وژل کېدو خبر ورکړی و.

دغه ځانمرګی برید چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې وشو، لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان یې ووژل.

د طالبانو په وینا دوی تل د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش د غړیو پر پټنځایونو عملیات کړي او ادعا یې کړې چې "په افغانستان کې د دې ډلې لوړپوړی او مهم مشران وژلی او یا نیولی دی."

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت چارواکو تل په افغانستان کې د داعش ډلې شتون او فعالیت کمرنګه بولي او هغه یو جدي ګواښ نه ګڼي، په افغانستان کې د داعش ډلې خراسان څانګې د فعالیت او شتون په اړه په نړیواله او سیمه ییزه کچه ډېرې اندېښنې مطرح دي.

د امریکا د مرکزي قوا سنتکام قوماندان جنرال مایکل کوریلا مخکې ویلي وو، که داعش له افغانستانه بهر پر امریکا او په نورو لوېدیځو هېوادونو په بریدونو تمرکز وکړي، کولای شي په شپږو میاشتو کې دغه وړتیا ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د سیمې هېوادونه په ځانګړې ډول د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو له شتون او پراخېدو اندېښمن دي.

د امنیتي چارو شنونکی احمد خان اندړ وایي، که څه هم د طالبانو حکومت داعش ډله ځپلې ګڼي، خو په خبره یې دغې ډلې بیا هم د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې لوی بریدونه کړي دي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، باید د دې خطر له احتمال، چې داعش ډله د خلکو له بې وزلۍ څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې سرتیرې استخدام کړي، مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه: "زموږ خلک له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي چې نه یوازې داعش ترهګره ډله بلکې نورې ترهګرې ډلې هم ښايي د خلکو له دې حالت څخه ګټه پورته کړي، خلک استخدام کړي او ځانونه پیاوړي او همغږي کړي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د داعش جنګیالیو په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په تېرو ۲۰ میاشتو کې داعش ډلې د کابل په مرکز کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او د چین پر یوه هوټل بریدونه کړي او چې ملکي وګړو ته په مرګژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG