د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

طالبان: د افغانستان شمال کې د داعش یو 'فعال' غړی نیول شوی


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د افغانستان په شمال کې يې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو "فعال" غړی نیولی دی.

د دوی د استخباراتو ځانګړو ځواکونو د یوې ویډیو په خپرولو سره دغه کس عین الدین یاد کړی چې، په وینا یې د بامیانو د سیغان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د طالبانو استخباراتو د یکشنبې په ورځ (د اپریل دویمه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه کس د بلخ پر والي محمد داود مزمل، مزار شریف کې پر تبیان فرهنګي مرکز، د سه دوکان په نوم د شیعه مذهبو پر یوه جومات، د ملکي کسانو پر یوه فلنګوچ ډوله موټر او د سمنګان مرکز ایبک کې پر یوې دیني مدرسې بریدونو کې لاس درلود.

لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپيان کړل.

د بلخ لپاره د طالبانو پر والي محمد داود مزمل د مارچ په نهمه د ولایت مقام دننه ځانمرګی برید وشو چې، نوموړی او څو نور ملګري يې په‌کې ووژل شول.

هغه مهال د برید مسولیت داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

تر دې برید دوه ورځې وروسته (د مارچ په ۱۱مه) په مزارشریف کې د تبیان په نوم فرهنګي مرکز کې د خبریالانو یوه غونډه کې چاودنه وشوه چې، لږ تر لږه درې کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپيان کړل.

تبيان فرهنګي مرکز له بريد وروسته
تبيان فرهنګي مرکز له بريد وروسته

پر دې بریدونو سربېره د طالبانو د استخباراتو په اعلامیه کې یاد شوي نور بریدونه هم، چې ویل کېږي نیول شوي کس په‌کې لاس درلود، خونړي وو.

د طالبانو استخباراتو د نیول شوي کس اعترافونه هم خپاره کړي چې په نوموړی په‌کې وایي، دوه نیم کاله وړاندې ایران کې د یوه کس له‌خوا داعش ته جذب شوی دی.

معلومه نه‌ده چې له نوموړي څخه دغه اعترافات په څه ډول شرایطو کې اخیستل شوي دي.

طالبانو نه‌دي ویلي چې د داعش دغه غړی یې په مشخص ډول څه وخت او چېرته نیولی دی، خو د نوموړي د نیولو عملیات یې پېچلي بللي دي.

تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو د داعش پر پټن‌ځایونو عملیات کړي او دوی دغه عملیات له لاسته راوړنو ډک بللي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم لږ تر لږه دوه ځله د طالبانو دغه ډول عملیات وستایل او دا یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوحې تړون د ژمنو عملي کول یاد کړي دي.

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، داعش ډلې پر بېلابېلو اهدافو خونړي بریدونه کړي دي.

تر ټولو تازه برید د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ کابل کې د بهرنیو چارو وزارت پر سړک وشو چې لږ تر لږه شپږ تنه په‌کې ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

د دغه برید مسولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

د دغه برید مسولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

تر دې وړاندې داعش پر همدې سړک د جنورۍ په ۱۱مه نېټه هم خونړی برید کړی و چې، په قربانیانو کې یې د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر ډيپلوماتان شامل وو.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ملاتړ او ارزونې تحلیلي کمېټې په خپل یو دېرشم نمبر راپور کې چې د ۲۰۲۳م کال دفبرورۍ په ۱۴مه خپور شوی ویلي، د اټکل له‌مخې افغانستان کې د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې داعش وسله‌وال فعالیت لري.

طالبانو که څه هم په دومره شمېر کې د داعش موجودیت رد کړی، خو ویلې یې دي، د دغې ډلې جنګیالي له بهره افغانستان ته لېږدول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG