د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

احتمالي ترهګریز ګواښونه؛ امريکا د افغانستان پر فضا څارنه ډېروي


افغانستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکه
افغانستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکه

د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني سنټکام وایي، له افغانستانه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په هدف غواړي د دغه هېواد پر فضا څارنه ډېره کړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام قومندان جنرال مایکل کوریلا وایي، که داعش 'له افغانستانه بهر' بریدونو ته لومړیتوب ورکړي، په شپږو میاشتو کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو پر اهدافو بریدونه کولای شي.

مایکل کوریلا دغه څرګندونې د امریکا کانګرس ته د هغه راپور د وړاندې کولو پر مهال کړي چې د همدې کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر دېرشمې نېټې د دوی د څارنې عملیات په‌کې رااخیستل شوي دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام قومندان جنرال مایکل کوریلا
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام قومندان جنرال مایکل کوریلا

دغه راپور چې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د سرپلټونکي له‌خوا جوړ شوی، د مې میاشتې په ۱۶مه نېټه د همدې وزارت پر وېبپاڼه خپور شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له وروستۍ نېټې، یا له کله چې امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستانه ایستلي، دا د افغانستان د څارنې د وضعیت شپږم راپور دی چې د پنټاګون له‌خوا خپرېږي.

په راپور کې راغلي، داعش د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان کې د هوایي ډګر او بهرنیو چارو وزارت پر سړکونو او څو نورو اهدافو باندې خونړي بریدونه کړي دي.

د سنټکام قومندان مایکل کوریلا ویلي، د طالبانو حکومت له داعش سره د مبارزې 'لوړه اراده' لري، خو په خبره یې دا وس نه‌لري چې د داعش د راتلونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.

له افغانستانه همدې احتمالي ترهګریزو بریدونو ته په پام د امریکا دفاع وزارت ویلي، غواړي پر دغه هېواد له لرې واټنه کنټرولېدونکی هوایي پوځي څار ډېر کړي.

د امریکا د دفاع وزارت د سرپلټونکي په راپور کې راغلي، دغه څار ځکه زیاتوي چې په وینا یې اوس افغانستان کې د بلقوه یا احتمالي ترهګریزو ګواښونو د بشپړې مشاهدې امکانات نه‌لري.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي، دوی د څار د زیاتوالي لپاره د جاسوسۍ داسې هوایي وسیلې ازمایي چې د ډېرې مودې لپاره په هوا کې پاتې کېدلای شي.

دوی که څه هم نه‌دي ویلي چې دغه څارونکې وسیلې به څه وي، خو زیاته کړې يې ده چې په فعالیت کې به یې سګنالونه او انساني ذهن شامل وي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د امریکا د دفاع وزارت د سرپلټونکي د اندېښنو او پر افغانستان د هغوی د څار د زیاتوالي په اړه د طالبانو نظر هم ولري، خو ویاندویانو یې د راپور د لیکلو تر وخته زمونږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

تر دې وړاندې بیا د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او نورو چارواکو په وار وار د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به نورو ته ګواښ نه پېښېږي.

دوی دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو د معلوماتو له مخې دا مهال د داعش او القاعده شبکې په ګډون د تحریک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ وسله‌وال په افغانستان کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG