د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د ملګرو ملتونو څېړونکو د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور

د ملګرو ملتونو د څېړونکو یوې ډلې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو حقونو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په ګډون د ملګرو ملتونو یو شمېر څېړونکو د افغانستان د اته ورځني سفر په پای کې د افغانانو د بشري وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ.

دوی ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د خورا اندېښنې وړ دی او له نجونو او ښځو سره تبعیض کېږي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اعلامیه کې چې پرون په جینوا کې خپره شوه، د اپرېل له ۲۷مې د مې تر نهمې نېټې د افغانستان د بشري وضعیت ارزونې ته په‌کې اشاره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د څېړونکو په وینا، د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د طالبانو چارواکو قانوني چوکاټونه مات کړي او د تېرو دوو لسیزو هغه لاسته راړونې له منځه تللي چې په‌کې د نارینه او ښځینه‌وو تر منځ د مساوات غوښتنه کېده.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي، طالبان له دین څخه خپل ځانګړی تفسیر لري چې د اکثر افغانانو لپاره د منلو نه‌دی.

د ملګرو ملتونو د څېړونکو په راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې د سترو ننګونو سربېره یو شمېر موسسې خپلو حیاتي بشري مرستو ته ادامه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د څېړونکو په راپور کې دا خبره هم شوې چې د طالبانو چارواکو ویلي، ښځې د روغتیا او پوهنې په برخو کې کار کولای شي او ټینګار یې کړی چې د شریعت په چوکاټ کې له نارینه‌وو بېل هم د کار اجازه لري.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دې ځانګړي راپور ورکوونکي د راپور په اړه څه نه‌دي ویلي، خو پخوا یې ویلي و چې د ښځو مسئله د افغانستان کورنۍ موضوع ده او نړیوال باید په دې برخه کې مداخله ونه‌کړي.

د ملګرو ملتونو په دې تازه راپور کې د طالبانو په وینا ویل شوي، دوی د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره هڅې کوي، خو په دې اړه یې دقیق تاریخ نه‌دی په ډاګه کړی.

ارشیف: په کابل کې معترضې مېرمنې
ارشیف: په کابل کې معترضې مېرمنې

په تېرو څه باندې شلو میاشتو کې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو مکتبونه بند کړې دي او د پروسږکال له ډسمبر راپه دې خوا یې پوهنتون ته هم د نجونو او ښځو پر تګ تر ثاني امر پورې بندیز ولګاوه.

له څه باندې څلورو میاشتو راهیسې یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی او تېره میاشت یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې افغان ښځې له کاره منع کړې.

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې له طالبانو غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره سم باید ښځې او نجونې کار او زده‌کړو ته پرېږدي او خپلې ژمنې عملي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG