د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

عربستان مېشتي ځینې افغانان د هوايي ټکټونو له لوړو بیو شکایت کوي


د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه
د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه

په سعودي عربستان کې مېشت یو شمېر افغانان افغانستان ته د هوایي ټکټونو له لوړو بیو شکایت کوي.

عزت ګل منګل د سعودي په جدې ښار کې موټر چلوي.

هغه وایي، له تېر نږدې یو نیم کال راهیسې یې خپله کورنۍ مخامخ نه ده لیدلې.

دی وايي، مسافري سخته خواري ده، خو مجبوریت بد دی، له همدې امله یې د سعودي سختې ګرمۍ ته ځان ټینګ کړی تر څو یې کورنۍ په افغانستان کې نسبتاً ښه ژوند ولري.

د ده په خبره، له تېر نږدې یو نیم کال راهیسې هڅه کوي وطن ته د خپلې کورنۍ لیدلو ته لاړ شي، خو د هوايي ټکټونو د بیو د لوړوالي له امله یې وسه نه پرې رسېږي.

هغه زیاته کړه: "د جمهوریت په وختونو کې ټکټونه ۶۰۰، ۷۰۰ او زیات قیمت یې ۸۰۰ ریاله پورې وو. له دې لوړ نه و. زیاتې ستونزې کله چې جمهوریت نظام سقوط او امارت قایم شو د همغه وروسته د ټکټو پروسه کې راغلې. کله چې د امارت مشران سعودي عربستان ته د عمرې لپاره راغلل، موږ ورسره په مکه او مدینه کې ولیدل، د دې ظلم په اړه مو ورته وویل، خو دوی وایي، زموږ د عوایدو سرچینه یوازې اریانا ده، نو اریانا خو د دولتي شرکت دی او امارت غړي کولای شي په اریانا د ټکټونه قیمت کم کړي، خو موږ ډېرې ستونزې لرو."

عمر وهاج بل افغان مسافر دی چې د یاد هېواد په جایزان ښار کې خواري مزدوري کوي او نږدې دوه کاله کېږي چې وطن یې نه دی لیدلی.

عمر وهاج ازادي راډیو ته وویل څو ځله یې وطن ته د تګ نیت وکړ، خو د هوایي ټکټونو لوړو بیو له دې هوډه بېرته راوګرځاوه.

نوموړي وویل: "زموږ ډېری ورونه زما په ګډون هېواد پرېږدي او په سختو شرایطو باندې کار کوي څو خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي او چې کله د سفر اراده وکړي نو ټکټونه دومره لوړ وي چې له اسمان سره خبرې کوي. له مسوول چاراوکو مو هیله دا ده چې ددې موضوع سمه څېړنه وکړي، له جدي تر کابل په ۲۲۰۰ ریال ټکټ دی او له ریاض تر کابل په ۲۵۰۰ ریال، مخکې ډېر کم وه، خو اوس یې یو په دو زیات کړی دی."

د کابل هوايي ډګر یوه څنډه
د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

په ورته وخت کې په کابل کې د هوایي ټکټونو یو پلورنکی عنایت الله هم مني چې د ټکټونو په بیو کې د پخوا په پرتله لوړوالی راغلی، خو دی یې د لامل په اړه څه نه وایي.

هغه وویل: "د جمهوریت له سقوط وروسته د نورو بدلونونو ترڅنګ د ټکټونو په بیو هم اغېز وشو. اوس د کابل جدې پرواز ۵۵۰ یا ۵۷۰ ډالر دی او کابل ریاض هم ۵۷۰ ډالر چې پخوا د دغه قیمتونو نیم په نیم ( ۲۵۰/۳۰۰) پيدا کېده."

خو د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، په نړیواله کچه د سون توکو د بیو لوړېدل لامل شوي چې د هوایي ټکټونو په بیو کې هم لوړوالی راشي.

د دې وزارت ویاند امام الدین احمدي ازادي راډیو ته وویل: "کله چې بیې ډېرې لوړېږي، موږ کنټرول ورباندې کوو، خو د نړیوالو قوانینو پر بنست ورته معلوم نرخ نه شو ټاکلی ځکه بازار د عرضې او تقاضې دی. بل دلیل د سون توکو د لوړوالي هم دی یعنې تر پخوا درې چنده لوړ شوي دی، خو که ملامتونکي نرخونه جګېږي په دې باندې اقدام کېږي، شرکتونو سره خبرې کېږي څو د افغانانو لپاره ټکټونو بیو کې تغیر راولي."

خو اقتصادي کارپوه او د پوهنتون استاد عنایت احدي وايي، بازار هغه وخت ازاد وي چې پېرېدونکی رضایت ولري.

هغه وویل: "اقتصاد یا ازاد بازار هغه وخت لوړېږي چې کله پېرېدونکی رضایت ولري دغه شان د بیو پر وړاندې د خلکو او حکومتونو ترمنځ باید توپیر وشي. خلکو ته باید لومړیتوب او برخه ورکړل شي او بیې باید ټیټې شي تر څو خلک ترې استفاده وکړای شي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په افغانستان کې بې وزلي او بې کاري خپل اوج ته رسېدلې.

دغه راز ډېری افغان ځوانان بهر ته د کار روزګار په لټه د تګ هڅه کوي چې ځینې په قاچاقي لارو د مرګ خوراک شي او هغه چې د عزت ګل منګل او عمر وهاج په څېر عربي هېوادونو ته په قانوني لارو رسېږي په کلونو کلونو نه شي کولای بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شي چې د تګ راتګ لپاره د طیارو د ټکټونو بیې تر بل هر وخت لوړې شوي دي.

راپور: نرګس مومند حسنزۍ

XS
SM
MD
LG