د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د الوتکې د ټکټونو بیې 'نږدې ۱۰ برابره زیاتې' شوي


د کابل له هوايي ډګر د پاکستان پي ای اې شرکت د یوې الوتکې پرواز او په دغه هوايي ډګر کې یو وسله‌وال طالب
د کابل له هوايي ډګر د پاکستان پي ای اې شرکت د یوې الوتکې پرواز او په دغه هوايي ډګر کې یو وسله‌وال طالب

پاکستان ته د هوا له لارې سفر، خو په لوړه بیه، د ځمکې له لارې د دې هېواد له‌خوا د پولو تړل کېدو او د دواړو خوا مېشتو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه‌ورکول، هغه څه دي چې ګن شمېر افغانان‌یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه کسان چې غواړي اسلام‌اباد ته سفر وکړي وايي، د هر ټکټ بیه له ۱،۰۰۰ ډالرو زیاته ده، حال دا چې د طالبانو له راتګ وړاندې ۱۵۰ ډالره و.

عبدالواجد چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي، د ټکټونو د لوړې بیې له امله نه‌شي کولای. هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، پاکستان ته د تګ لپاره د هر ټکټ بیه له ۱،۰۰۰ ډالرو پورته ده.

عبدالواجد زیاتوي: "زه غواړم پاکستان ته سفر وکړم، خو د الوتکې ټکټ ګران دی او زه‌یې د اخیستلو توان نه‌لرم، د ځمکې لاره له ستونزو ډکه ده، هیله لرو چې د ملکي چلند هوايي اداره د دې ستونزې د حل په برخه کې همکاري وکړي ترڅو پاکستان ته سفر وکړم."

د طالبانو په راتګ سره د افغانستان د هوايي چلند په چارو کې زیاتې ستونزې پیدا شوې، ګن شمېر هېوادونو خپل پروازونه دغه هېواد ته وځنډول.

د کابل هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې ته نږدې یو وسله‌وال طالب
د کابل هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې ته نږدې یو وسله‌وال طالب

له دې سره هم‌مهاله د الوتکو د ټکټونو په برخه کې هم ستونزې زیاتې شوي لکه د اسلام‌اباد-کابل ترمنځ د یو کس د الوتکې د ټکټ بیه له ۱۵۰ ډالرو څخه ۱،۰۰۰ ډالرو ته پورته شوه.

حامد سرافراز چې اوس په المان کې دی وايي، ده له کابله سلام‌اباد ته د الوتکې ټکټ په ۱،۰۰۰ ډالرو پېرلی و او که دغه بیه په راتلونکي کې نوره هم لوړه شي د افغانستان د بد اقتصادي وضعیت سره او د دې هېواد له خلکو سره به ستره جفا ده.

ښاغلی سرافراز وايي: "زه لومړنی کس وم چې د سپټمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه مې د پي ای اې الوتکې ټکټ په ۱،۰۰۰ ډالره ځان، مېرمنې او دوه ماشومانو ته واخیست، پاکستان زموږ له مجبوریته استفاده کوي."

له دې وړاندې د افغانستان کام ایر او د پاکستان پي ای اې هوايي شرکتونو په زیاتو پیسو افغانان له یو ملک څخه بل ملک ته انتقالول.

خو د کام ایر هوايي شرکت د سوداګرۍ برخې مشر سلیمان عمر بېګا ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان د کام ایر هوايي شرکت پروازونه دغه هېواد ته ځڼدولي دي.

نوموړي ویلي، له دوه ورځو راپدېخوا پاکستان حکومت په یوې اعلامیه کې د کام ایر هوايي شرکت پروازونه خپل هېواد ته ځنډولي دي.

د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه
د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه

لوېدیځ او نور هېوادونه د کابل له سقوط وروسته خپل ډېر کارکوونکي د هوا له لارې پاکستان ته انتقالوي چې همدې چارې د الوتکو د ټکټونو بیه لوړه کړې ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه په دې اړه د ملکي هوايي چلند ادارې نظر هم ولري، خو د دې ادارې چارواکي خبرو ته حاضره نه‌شول.

په ورته وخت کې بیا پاکستان تر اوسه د دې کار لامل نه‌دی په ډاګه کړی چې ولې یې د کام ایر هوايي شرکت پروازونه خپل هېواد ته ځنډولي، خو د کام ایر هوايي شرکت مسؤلین وايي، د امنیتي ستونزو له وجې یې دا کار کړی.

له دې ټولو سره بیا هغه مسافر چې غواړي د هوا له لارې پاکستان ته سفر وکړي د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره جدي اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG