د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

ډیری افغانان د الوتکو د ټکټونو له لوړې بیې سر ټکوي


ډیری افغانان له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د الوتکو د ټکټونو بيې دې راکښته او د الوتنې وختونه دې منظم کړي.

د خلکو په خبره، چې د هېواد په دننه کې د ټکیټونو بیې معیاري نه دي او په ساعتونو ساعتونو په هوايي ډګرونو کې انتظار کوي.

فیض محمد یو له هغو مسافرو څخه وو، چې له کابله یې کندهار ته د کام ایر هوايي شرکت په الوتکه کې الوتنه درلود، ازادۍ راډیو ته وویل، چې ټکیټ پلورنځی په خپله خوښه د ټکیټونو بیې ټاکي:

(اوس مو یو ټکټ واخیسته په ۴۷۰۰افغانۍ پخوا تر دې ارزانه وو یو معیاري قیمت دوي نه لري ځیني يي ارزانه وي او ځیني بیا خپل ټکټونه په اوچت قیمت پلوري او زموږ غوښتنه داده چې قیمتونه يي معیاري شي او هم باید الوتکۍ په خپل وخت پرواز وکړي)

په افغانستان کې د اریانا افغان هوايي شرکت ترڅنګ د کام ایر او صافي په نامه شخصي شرکتونه هم فعالیت کوي، خو په وروستیو کې ټولو شرکتونو د خپلو کورنیو او بهرنیو ټکټونو بیي لوړې کړي.

د اریانا افغان هوايي شرکت د ټکیټ پلورلو او مارکیټنګ عمومي مدیر احمد ضیا لودین ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تیلو لوړې بیې او پورته ګمرکي محصول د ټکیټ د بيې د لوړېدو لوی لامل دي.

د ښاغلي لودین په خبره د سوداګرۍ وزارت په پام کې لري، چې د تیلو ګمرکي محصول لږ کړي، چې دا ګام د ټکیټونو پر بیو هم اغیز کولای شي:

(د تیلو د بیو لوړوالی د ټکټو د بیو پر لوړوالي اغیز کوي .)

بل خوا د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي پر ټولو هوايي شرکتونو ږغ کوي، چې له ټاکلو معیارې بیو سرغړونه ونه کړي.

د دې وزارت ویاند ننګیالي کلاتوال ازادۍ راډیو ته وویل، چې هیڅوک پر خپل سره د ټکیت بیه نه شي ټاکلی خو که داسې وکړي دا له قانونه سرغړونه ده:

(د خلکو نیوکې زیاتې وې د ټکټونو د لوړو بیو څخه خو په دې اړه موږ له هوايي شرکتو سره ناستې کړي او په دې اړه مو دکابل- کندهار ټکټ مو ۴۰۰۰افغانۍ ټاکلی چې څوک هم زیات نه شي اخیستلای )

په افغانستان کې خلک یوازې د ټکیټونو د لوړو او غیرې معیاري بیو څخه شکایت نه کوي، بلکې د دوي په خبره چې په ساعتونو ساعتونو په هوايي ډګرونو کې ځنډیږي او هوايي شرکتونه لازم خدمات هم نه لري.

معصوم میوند،کابل
XS
SM
MD
LG