د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو لوړوالي د خلکو شکایتونه زیات کړي


د هوايي شرکتونو د ټکټونو په بیو کې ډېر توپیر او لوړوالی هغه څه دي چې خلک یې په اړه جدي شکایتونه لري.

دا خلک وايي چې؛ د هوايي شرکتونو ټکټونه په یوه اندازه نه دي او دوي مجبوره دي چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره د ټکټ پلورنځیو هر راز بیې ومني.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هم د خلکو شکایتونه پرځای بولي او وایي، که کره شواهد وړاندې شي دوي به د دغو شرکتونو په وړاندې اقدام وکړي.

خو د ټکټ پلورنځیو مسولین بیا د خلکو ډېر تګ راتګ، د الوتکو د سیټونو انتخاب او په ځینو حالاتو کې لږ وخت د ټکټونو د بیې د لوړیدو اصلي لاملونه بولي.

په داسې حال کې چې؛ په افغانستان کې څه باندې لس هوایي شرکتونه فعالیت کوي، خو بیا هم د هوایي ټکتونو بیې په کې یو شان نه دي.

خلک وايي، هر ټکټ پلورنځی په خپله خوښه ټکټونو ته لوړې بیې ټاکي او دغه بیې یې له نورو سره ډیر توپیر لري.

د ټکټونو د بیې د لوړوالي او توپیر په اړه درې تنو چې له ټکټ پلورنځيو یې ټیکټونه اخیستي ازادي راډیو ته داسې وویل:


(1 : زما نوم احمد سیر دی د کابل اوسیدونکی یم یو څو ورځې مخکې مې خپل ورور ستانبول ته لیږه اته سوه او شپیته ډالره باندې مونږ دا ټیکټ واخیست ډېر زیاته جیګه ده او ډېر زیات پریشان یو.)

( 2 : نوم مې رضا ګل ده دولت دغه د ټیکټونو بیه باید چې کنټرول کړي مونږ غریب خلک یو چې یو بیه کمه شي.دا به ډېر نقص وکړي څوک به کولاي شي چې لاړ شي څوک به نه شي کولای.)

( 3 : زما نوم عبدالله دی، بیې باید خود راټیټې شي ځکه یو بیچاره چې غریبۍ ته تللی هغه به دومره وس نه لري د ټیکټ خو چې کله لاره بنده شي نو مجبوره شي چې په طیاره کې راشي او دوي ظالمانو بیا ټیکټونه هم ورته جګ کړي وي.)


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې څلورکورني او شاوخوا اته هوايي شرکتونه فعالیت کوي.

خو شخصي ټکټ پلورنځۍ چې د یادو هوايي شرکتونو تر څنګ خلکو ته د ټیکټونو خدمتونه وړاندې کوي ځینې خاص شرایط د ټیکټونو په بیو کې د توپیر لاملونه بولي.

په کابل کې د فلای دبۍ په نوم د یوه هوایي شرکت د ټیکټ پلورنځۍ مسوول مسعود درانی په دې اړه داسې وویل:

"خلک چې د ټیکټونو د بیې د لوړیدو او ټیټیدو په خاطر شکایت کوي دا ځکه که چیرې یوه طیاره سل کسان وړي که نوي تنه ټیکټ واخلي نو پاتې نور یې حتما په ګرانه بیه ټیکټونه ترلاسه کوي او بل دا چې اوس خو شرکتونه ډېر شوي خلک ډېر تګ راتګ کوي او ټیکټونه خرڅیږي نو ځکه یې بیې لوړې دي او ټول سیټونه کلاس بندي شوي مثلا د تجارانو لپاره سیټونه ، اقتصادي او عادي سیټونه او دا نو اوس لکه یو تجارت شوی ځکه چې خلک ډېر تګ راتګ کوي."

د ټرانسپورټ او هوايی چلند وزارت هم د هوايي شرکتونو د ټیکټونو د بیو د لوړوالي او توپیر ستونزې مني.

د دې وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې شخصي ټیکټ پلورنځیو خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي او د اسنادو په ترلاسه کیدو سره به له هغوی سره قانوني چلند وشي:

"واقعا شکایتونه هم موجود دي یوه ستونزه یې ټرانسپورټ وزارت ته هم جوړه کړې ده هغه دغه شخصي ټریول اجینسیانې دي چې دوي په بازار کې ټیکټونه خرڅوي.

هر هوايي شرکت دفترونه مشخص دي که صافي دی ، که کام ایر دی که اریانا دی زه فکر کوم که دوی له مربوطه دفتر څخه ټیکټ واخیستل شي که په هغه کې دا هیوادوال داسې فکر وکړي چې ګویا په دغه کې دا ټیکټ ما ته اضافه راکړل شوی موږ یو ریاست لرو په نامه د ریاست قوانین چې دغه ریاست دنده دغه ده چې هغه باید په دوامداره توګه باید نظارت وکړي او د ټیکټونو بیه وګوري او که د هر شرکت د ټیکټونو بیه لوړه وه هغه سره به مونږ قانوي اجراات وکړو."


د هوايي شرکتونو له خوا د ټیکټونو د بیو د لوړوالي او توپیر ستونزې په داسې حال کې مطرح کیږي چې هره ورځ په سلګونه افغانان ګاونډیو او نږدې هیوادونو ته د بیلابیلو ناروغیو ، مزدوریو او رسمي کارونو په خاطر هوایي سفرونه کوي.

په افغانستان کې دننه هم د لویو لارو د امنیت خرابوالی خلک دې ته اړ کړي چې د تګ راتګ لپاره له هوايي لارې کار واخلي او په لوړه بیه باندې د الوتکو ټیکیټونه واخلي.

صفي الله ستانکزی ازادۍ راډيو کابل.
XS
SM
MD
LG