د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د کابل هوایي ډګر د کورنیو او نړیوالو الوتکو په مخ بېرته پرانیستل شو


د کابل له نړیوال هوايي ډګر د پاکستان پي‌ای‌اې شرکت الوتنه
د کابل له نړیوال هوايي ډګر د پاکستان پي‌ای‌اې شرکت الوتنه

له څه باندې یوې میاشت ځنډ وروسته د کابل نړیوال هوایي ډګر د نړیوالو سوداګریزو الوتکو په مخ رسماً پرانیستل شو.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي، اوس لپاره د کابل هوایي ډګر د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو پورې د الوتنې او ناستې لپاره چمتو دی.

د دغې ادارې د الوتنو خوندیتوب د سټنډرډ مشر غلام جیلاني وفا وایي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره له تخنیکي پلوه د شپې پر مهال هم د هوایي ډګر چارې فعاله کړي.

ښاغلي وفا ازادي راډیو ته وویل، له دغه هوایي ډګره پرون تر څه باندې میاشتني ځنډ وروسته د کام ایر شرکت لومړنۍ سوداګریزه الوتکه اسلام‌اباد ته ورسېده.

دی زیاتوي: "د کابل هوایي ډګر بېرته د کورنیو او نړیوالو الوتکو په مخ پرانیستل شوی، له تخنیکي پلوه دا ډګر دې ته چمتو دی چې نړیوالې او کورنۍ الوتکې په‌کې ناسته او پرواز وکړي. له دوو هېوادونو ایران او پاکستان نه دغه ډګر ته پروازونه ترسره شوي، میدان له تخنیکي اړخه او مسلکي پرسونل له پلوه چمتو دی. یوازې د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو بجو پورې. د شپې لپاره لا چمتووالی نه‌لرو."

د تخلیې له عملیاتو وروسته د کابل هوايي ډګر وضعیت
د تخلیې له عملیاتو وروسته د کابل هوايي ډګر وضعیت

ښاغلی وفا وایي، دوی پر پاکستان سربېره له اماراتو، تاجکستان، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو نه هم غوښتي چې کابل ته الوتنې پيل کړي، خو وایي تر اوسه‌یې ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

د کابل هوایي ډګر څه باندې میاشت وړاندې هغه مهال له فعالیت وغورځېد چې دې ښار ته طالبان ننوتل.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو وویل چې هوایي ډګر ته لسګونه ملیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وایي، اوس د دغه هوایي ډګر امنیت خوندي دی او په خبره‌یې تخنیکي برخه کې قطري او ترکي متخصصان ورسره همکاري کوي.

ښاغلی مجاهد وايي: "د هوایي ډګر امنیت سل په سلو کې تأمین دی، څه شیان چې تخریب شوي و، بېرته رغول شوي دي. صرف ملکي رادار چې تخریب شوی، بهر نه واردول غواړي، له تخنیکي اړخه موږ سره د ترکیې او قطر شرکتونو همکاري کړې ده، تر ډېره حده ستونزه حل ده، کارمندان هم بېرته ځای پر ځای شوي، ښځینه برخې ته ښځې او د نرانو برخې ته نران راغلي دي، د چک او تلاشۍ موضوعات‌یې هم حل دي، ستونزه نه‌شته."

د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د کام ایر خصوصي شرکت یوه الوتکه
د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د کام ایر خصوصي شرکت یوه الوتکه

د کابل هوایي ډګر فعالېدو ته خلک خوښ دي، خو څه چې ډېر افغانان‌یې اندېښمن کړي، هغه د ټکټونو بې‌سارې لوړه بیه ده.

په تېرو دوو ورځو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ټکټونو بیه ۱،۲۰۰ ډالرو ته پورته شوه، حال دا چې پخوا شااوخوا ۲۰۰ ډالره وه.

د خلکو غوښتنه دا ده چې هوایي شرکتونه باید انصاف وکړي او طالبان هم دوی ته اجازه ورنه‌کړي چې په خپل سر هوایي تګ راتګ ته لوړې بیې وټاکي.

XS
SM
MD
LG