د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یوې ۱۷ کلنې ناوې؛ مړینې د ښځو د حقونو فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي. د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، یوه ۱۷ کلنه نوې ناوې په کابل کې له واده شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته په "مشکوک" ډول مړه شوې ده.
د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکې نجونې او مېرمنې وایي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر چارواکو د دغه ولایت ښځو او نجونو ته امر کړی چې روغتونونو، دولتي ادارو او حتی له کوره بهر له برقعې/چادرۍ پرته لاړې نه شي. ځینې ان په دې لړ کې د تاوتریخوالي ادعاوې هم کوي.
د ملګرو ملتونو او بېلابېلو بشري نړیوالو ادارو یو شمېر افغان ښځینه کارکوونکې وایي چې، په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لخوا د کاري محدودیتونو د شدیدېدو له امله ځینې له دندو لرې شوي او ځینې یې کاري سیمو ته نه پرېښودل کېږي.
په کونړ کې یو شمېر زلزله ځپلې نجونې، ښځې او د نویو زېږېدلو ماشومانو او امېندواره میندې وایي، هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د کابل ښار د ځینو رسټورانتونو او کافي شاپونو مسؤلین وایي د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا په عمومي ځایونو کې د ښځو پر ازاد تګ راتګ د محدودویتونو زیاتېدو یې پر کار او بار منفي اغېزې کړې دي.
نن د زمري ۲۴مه د طالبانو د بیاواکمنۍ ۴ کاله پوره شول د کابل د لویې جرګې په خیمه کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو چې د طالبانو د کابینې غړو، د هغوی پلویانو او بهرنیو ډیپلوماتانو ګډون په کې کړی وو. یوشمیر کابل ښاریان وایي، دوی جشن کې ځکه ګډون نه دی کړی چې په خبره یې د طالبانو له تګلارو سره مخالفت لري.
نور راوښيه