د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

آی سي آر سي: ناوړه اقتصادي وضعیت د میلیونونو افغانانو د پېرلو ځواک کمزوری کړی


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

یو شمېر افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت شکایت کوي او وايي چې ژوند په سختۍ تېروي.

د کابل اوسېدونکی سلطان علي د خوراکي موادو له نشتوالي سر ټکوي.

هغه وویل: "کار نه شته، روزګار نه شته، په کور کې اوه کسه یو. یوه شپه ډوډۍ خورو، بله شپه یې د خدای صبر کوو، ویده کېږو."

دا یوازې سلطان علي نه دی بلکې یو شمېر نور کسان هم د ژوند له ورته سخت حالت سره مخامخ دي.

د کابل اوسېدونکې رابعه د سلطان علي هم ورته وضعیت لري.

هغې وویل: "نه اوړه لرو، نه وریجې او نه هم غوړي، نه خوراکي مواد او نه هم پوښاک لرو، په کور کې هېڅ څه هم نه لرو."

د کابل یوه نانوايي مخې ته بې وزله ښځې او ماشومان
د کابل یوه نانوايي مخې ته بې وزله ښځې او ماشومان

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیواله کمېټه یا آی سي آر سي وایي، د افغانستان اقتصادي وضعیت پر میلیونونو کورنیو اغېزه کړې ده.

د نړیوال سره صلیب د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل، د کاري فرصتونو نشتوالی د دې سبب کېږي چې د کورنیو د پېرلو ځواک کمزوری شي او خلک د خپلو اړینو اړتیا وو لکه د خوراکي موادو په تامین کې پاتې راشي.

سره صلیب ویلي، دا خورا مهمه ده چې د تر ټولو زیانګالو خلکو لا زیات ملاتړ وشي.

خو د ملګروملتونو د خوړو پروګرام وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې سازمان دوه اونۍ مخکې په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د سبا لپاره به خواړه له کومه کوي.

دغه وضعیت د دې سبب شوی چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لا زیات شي.

ارشیف: د افغانستان یوه روغتون کې په خوراځواکۍ یو اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی
ارشیف: د افغانستان یوه روغتون کې په خوراځواکۍ یو اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی

د کندهار يوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د بې‌ وزلۍ او د خوړو د کمي له امله یې دوه لوڼي په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

هغې وویل: "دا لور مې د لس میاشتو ده، فکر کوئ د لسو میاشتو دا ډول وي، له لوږې داسې خوار و زار ده."

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې روان کال به تر۸۷۰ زره زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاینر د اپریل په ۱۹ په یوه ټویټ کې وویل چې د افغانستان په اړه ټولنیز اقتصادي لرلید په چټکۍ د بې وزلۍ د وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکوي.

هغه ویلي چې د افغانستان له خلکو د نړیوال ملاتړدوام مهم دی او 'یو این ډي پي' دې ته ژمن دی چې په افغانستان کې پاتې شي او میلیونونو اړمنو افغانانو ته مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې دغه راز خبرداری ورکړی چې د ښځو پر حقونو لګول شوي محدودیتونه به د افغانستان اقتصادي بحران لا ژور کړي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د عملیاتو په یوه پېچلي چاپېریال کې چې ښځې په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو منع شوي، د افغانستان لپاره غوښتل شوې مالي بودیجه ختمه شوې ده.

اوچا ویلي چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو رسولو د پلان د عملي کېدو لپاره یې روان ۲۰۲۳ کال د ۴،۶ ملیارډ ډالرو بسپنې غوښتنه کړې، خو د دې کال د لومړیو درې میاشتو تر پایه یې یوازې دوه‌نیم سوه ميلیون ډالره ترلاسه شوي چې دا د ټولو غوښتل شویو پیسو څه کم پنځه ‌نیم سلنه ده.

اوچا ویلي، نړیوالو داسې مهال پر بسپنو لاس نیولی چې افغانستان په ۲۵ کلونو کې د سختۍ قحطۍ له خطر سره مخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG