د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۰

امریکا د ۱۹ هیوادونو د اتباعو لپاره د ګرین کارت او تابعیت ټول غوښتنلیکونه درولي


Green card of Maria Drokova
Green card of Maria Drokova

متحدو ایالتونو د افغانستان په ګډون د ۱۹ غیر اروپايي هېوادونو د وګړو لپاره د ګرین کارټ او تابعیت په ګډون د کډوالۍ ټول غوښتنلیکونه په بشپړ ډول درولي دي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې متحدو ایالتونو ته د کډوالۍ په برخه کې د نویو محدودیتونو په دوام، تازه د ۱۹ غیر اروپايي هېوادونو د وګړو لپاره د ګرین کارټ او تابعیت په ګډون د کډوالۍ ټول غوښتنلیکونه په بشپړ ډول ودرولي.

افغانستان هم د دې هېوادونو په ډله کې دی.

په دې اړه د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو د ادارې د رسمي یادښت له مخې چې د سې شنبې په ورځ د «ډسبمر په ۲مه» یې خپور کړی، ویل شوي چې په دغه بندیز کې د هغه هېوادونو د وګړو له‌خوا ثبت شوې ټولې قضیې شاملې دي چې د امریکا حکومت پرې په جون میاشت کې دغه هېواد ته د سفر بندیز لګولی و.

په دغه بندیز کې افغانستان، برما، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایی ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي، دا هغه هېوادونه دي چې له استثنا پرته د کډوالۍ تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخامخ شوي دي.

د ۱۹ هېوادونو په دې لېست کې بیا برونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او ونزویلا هم شامل شوي وو.

دا بیا هغه هېوادونه دي چې د کډوالۍ له جزوي محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د کډوالۍ په برخه کې د ټرمپ د ادارې نوې پالېسي، په هغه غوښتنلیکونو بندیز لګوي چې اوس مهال په پروسس کې دي، دغه شان دا پالېسي امر کوي چې د یادو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ قضیې بیا له سره وڅېړي، ان هغه هم چې له پروسې تېر شوي وي.

د کډوالۍ په برخو کې نویو بدلونونو په امریکا کې مېشت افغان کډوال اغېزمن کړي دي.

د امریکا په کلیفورنیا کې مېشت یو افغان د نوم د نه خپرېدو او د موضوع د حساسیت له امله د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې تازه یې ګرین کارټ ته اپلای کړی و، خو نوي بدلونونه به د دوی د ژوند ټولې چارې سختې اغېزمنې کړي: "اسایلم مې اپروف شوی او اوس مې ګرین کارټ ته اپلای کړی دی، خو دوی دا ټوله پروسه درولې ده، دا زموږ په حق کې ظلم دی، دا نه قانوني ده او نه هم اصولي، دوی د کډوالو سره ټولې مرستې درولې دي او ټول د یو ډول سزا سره مخ دي، دوی موږ ټولو ته د قاتلینو په نظر ګوري."

دی وايي په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره نږدې پنځه کاله کار کړی، خو اوس مهال د یو افغان د جرم له امله ټول کډوال له ستونزو سره مخ کول اصولي لاره نه ده.

خو د امریکا حکومت د دې اقداماتو دلیل د ملي او عامه امنیت خوندیتوب یادوي.

دا بندیزونه په واشنګتن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو د رحمن الله لکڼوال په نوم د یو افغان وګړي له حملې وروسته لګول کېږي.

لکڼوال د تېرې نومبر میاشتې په ۲۶مه د امریکا د ملي ګارډ دوه غړي سارا بکسټروم او انډرو وولف په ډزو وویشتل.

سارا وروسته د سختو ټپیونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه او انډرو وولف لا هم بستري دی.

خو د سې شنبې په ورځ تورن رحمان الله لکڼوال چې د برید پر مهال د پولیسو په ډزو ټپي شوی او اوس مهال په روغتون کې بستر دی، د وېډیو له لارې محکمې ته په خپل جرم له اعتراف کولو ډډه وکړه.

د راپورونو له مخې عمومي څارنوالې پام باندي د هغه لپاره د اعدام د سزا غوښتنه کړې ده.

امریکایي چارواکو ویلي چې لکڼوال په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخاباراتو (سي ای اې) ملاتړي هغه ځواک غړی و چې د طالبانو په وړاندې یې جګړه مخ ته وړله.

دغه پېښې په امریکا کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د نومبر پر ۲۸مه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې د "درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحده ایالاتو ته کډوالي "دایمي بنده کړي".

دغه شان د ډسمبر په لومړۍ نېټه سپینې ماڼۍ ویلي چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال امریکا ته د ټولو لېږدول شویو افغانانو بیا څېړنه کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د بایډن د حکومت پر مهال لږ تر لږه یو لک افغانان له هېڅ یا کم کنټرول سره امریکا ته راوړل شوي او اوس د امریکا امنیت ګواښي.

XS
SM
MD
LG