په واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نژدې د تیرې اونۍ د خونړي برید مشکوک رحمان الله لکڼوال خپل جرم ونه مانه.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ۲۹ کلن لکڼوال چې په دغه برید کې د پولیسو له خوا په ډزو ټپي شوی او په روغتون کې بستردی، د ویډیو له لارې محکمې ته په خپل جرم له اعتراف کولو ډډه وکړه.
د لکڼوال له خوا په دغه برید کې چې د نومبر په ۲۶ یې ترسره کړ، د ملي ګارډ دوه سرتیري سخت ټپیان شوي وچې یوې سرتیرې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه اوبل سرتیری تراوسه په روغتون کې بستر دی. پر لکڼوال د ملي ګارډ د سرتیرې شل کلنې سارا بکسټروم د وژلوپه تړاو په لومړۍ درجه د عمدي قتل د یوه مورد په ګډون ځینې تورونه لګول شوي دي.
د ملي ګارډ بل سرتیری اندرو وولف چې د هغه په ډزو سخت ټپي شوی او په روغتون کې بستردی، روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی.
د محکمې قاضي فیصله وکړه چې لکڼوال دي د محکمې تربل بهیر پورې چې د جنوري په ۱۴ پلان شوی، په توقیف کې پاتې شي.
د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې عمومي څارنوالې پام باندي ویلي چې غواړي لکڼوال ته چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په امریکاکې د میشتیدنې د پروګرام په ترڅ کې هغه هیواد ته لیږدول شوی، د اعدام د سزا غوښتنه وکړي.
د لکڼوال پرضد دوسیه کې نوموړی تورن شوی چې پربکسټروم او وولف یې داسې مهال چې هغوی په واشنګټن ډي سي کې د میترو یوه سټیشن ته نژدې عادي ګزمه کوله، ډزې کړې دي. د هغه پرضد شکایتونو کې د پیښې په ځای کې د ملي ګارډ د یوه بل غړي له خولې ویل شوي چې لکڼوال د ډزو په مهال د «الله اکبر» چیغې وهلې.
امریکایي چارواکو ویلي چې لکڼوال په افغانستان کې د سي آی اې ملاتړي هغه ځواک غړی وچې د طالبانو په وړاندې یې جګړه مخ ته وړله.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم ویلي چې افغان بریدګر په امریکا کې سختدریځۍ ته مخه کړې وه.
ویل شوي نوموړي چې د امریکا په لویدیځ واشنګټن ایالت کې ژوند کاوه، په واشنګټن ډي سي کې د برید لپاره یې اوږده لاره وهلې وه.
د یوشمیرامریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د رحمان الله لکڼوال چې په متحده ایالتونو کې د کارپه لټه کې وو، رواني حالت یې ښه نه و.
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ له دغه برید وروسته د افغانستان تابعیت لرونکو د ویزو د صادرولو او د پناه غوښتنې د دوسیو د څیړلو بهیر وځنډاوه.
که څه هم لکڼوال ته د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د ټرمپ د ادارې له خوا پناه ورکړل شوې، خو چارواکي د جو بایډن اداره ملامتوي چې متحده ایالاتو ته د هغه او نورو په لسګونو زره کسانو د لیږیدیدو په مهال د هغوی د سوابقو په اړه کافي څیړنه نده شوې.