د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د طالبانو د حکومت شاوخوا ۳۰ تنه مخالفان اترېش کې غونډه کوي


د اتريش پلازمېنه ويانا
د اتريش پلازمېنه ويانا

په پام کې ده چې د طالبانو د حکومت څـه باندې ۳۰ تنه فعال مخالفان نن (دوشنبه) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په خپل منځ کې د همغږۍ او د طالبانو په وړاندې د خپلو دریځونو د نږدې کولو لپاره راغونډ شي.

په دغو کسانو کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر پخواني غړي، ډیپلوماتان، ژورنالېستان، پخواني چارواکي او سیاستوال شامل دي.

په دې غونډه کې، چې د اتریش د یوه څېړنیز انستیتیوت له لوري جوړیږي، د نورو ترڅنګ د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ګډون کوي.

دې غونډه کې ډېر فشار له اوسني بحرانه د وتلو لپاره د طرحې پر جوړولو وي."

د دې جبهې د رسنیو د څانګې غړي هوشنګ ساعي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ویانا په غونډه کې به پر طالبانو د فشار راوړلو پر څرنګوالي او له اوسني بحرانه د افغانستان د ایستلو پر لارو چارو خبرې وشي.

نوموړي وويل: "د دې کنفرانس ډېر تمرکز به د جریانونو او د طالبانو د مخالفو مدني، نظامي او سیاسي فعالانو ترمنځ د اعتماد جوړولو پر پیاوړتیا، د افغانستان د ازادۍ لپاره د مقاومت پر دوام او پراختیا، پر طالبانو او د هغوی پر پلویانو د فشار زیاتول او همدا راز له اوسني بحرانه د وتلو لپاره د طرحې پر جوړولو وي."

د اترېش مرکز کې د طالبانو د مخالفانو مخکنۍ غونډه چې د ۲۰۲۲ کال چې د سپتمبر په ۱۵مه نېټه جوړه شوې وه.
د اترېش مرکز کې د طالبانو د مخالفانو مخکنۍ غونډه چې د ۲۰۲۲ کال چې د سپتمبر په ۱۵مه نېټه جوړه شوې وه.

که څه هم د طالبانو مخالفان وايي، تر هغو چې طالبان د سخت فشار لاندې نه وي راوستل شوي، هغوی په خپلو دریځونو کې بدلون نه راولي خو د چارو کتونکي وايي چې، د طالبانو مخالفان هم په خپل منځ کې همغږي او یووالی نه‌لري.

له بلې خوا د اتریشي انستیتیوت رئیس ولفګانګ پیتریچ ویلي چې، د اپریل له ۲۴ تر ۲۶ پورې یې د دې غونډې د رابللو هدف دا دی چې، په حقیقي معنا د جګړې د پای ته رسولو او د یوه دیموکرات حکومت د جوړېدو له لارې د سولې او پخلاینې د رامنځته کېدو په اړه د افغانانو پر غوښتنو خبرې وشي.

ولفګانګ پیتریچ ویلي، په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلای مګر دا چې یو داسې اساسي قانون وي چې د ټولو قومي او مذهبي ډلو ګټو ته درناوی وکړي او د نړیوالو تر څارنې لاندې عادلانه انتخابات ترسره شي.

طالبانو تر اوسه پورې په ځلونو د پراخ بنسټه حکومت غوښتنې رد کړي او ادعا لري چې د دوی موقت حکومت ټولګډونه دی.

اتریشي انستیتیوت تېر کال د سپټمبر له ۱۵ تر ۱۷ پورې هم په ویانا کې د ۳۰ طالب مخالفو څېرو په ګډون غونډه جوړه کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG