د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

اتريش کې د افغان سياستوالو غونډه؛ طالبان: دا ټول ازمايل شوي کسان دي


د مقاومت ملي جبهې په نوم د يوې ډلې مشر احمد مسعود چې د اتريش ويانا کې - انځور ټولنيزې شبکې
د مقاومت ملي جبهې په نوم د يوې ډلې مشر احمد مسعود چې د اتريش ويانا کې - انځور ټولنيزې شبکې

د طالبانو د وسله‌والو مخالفینو په ګډون د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرې چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راټولې شوي وايي، په افغانستان کې د روان بحران او د وتلو پر لارو چارو یې خبرې کوي.

يادو سياستوالو ويلي، هڅه کوي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه یوه اجماع رامنځته شي.

دغه کنفرانس چې په ویانا کې د افغانستان د سفارت په مرسته دریو نړیوالو تحقیقاتي بنسټونو جوړ کړی، درې ورځې به دوام کوي.

د اتریش د پلازمېنې ویانا په دې کنفرانس کې د طالبانو په وړاندې د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون له دېرشو زیاتو مخالفو او سیاسي څېرو په حضوري او مجازي بڼه ګډون کړی دی.

دا له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له هېواده بهر لومړنی کنفرانس دی چې افغانان د افغانستان د راتلونکې په اړه په‌کې خبرې کوي.

پر احمد مسعود سربېره د دې کنفرانس په غړیو کې د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیران، رنګین دادفر سپانتا او زلمی رسول، د پخوانۍ ولسي جرګې غړي، فوزیه کوفي، شکریه بارکزۍ، میر حیدر افضلي او شاه ګل رضایي شامل دي.

میر حیدر افضلي چې په پخوانۍ ولسي جرګه کې د دفاعي چارو د کمېسیون مشري ور له‌غاړې وه، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له پرانستونکو ویناوو وروسته پرون د کنفرانس ګډونوال په پنځو ډلو ووېشل شول چې هره یوه به یې پرمختلفو مسایلو خبرې کوي.

نوموړي وويل: "هغه مسایل چې په ګروپونو کې به پرې خبرې کېږي، کورنۍ او سیمه‌ییزې ناکرارۍ، له افغانستانه د ترویزم خطر، جنګي جرمونه، بشري مرستې، هغه څه چې په دې وروستي یو کال کې په افغانستان کې پيښ شوي او هم له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د یوې ملي او سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کېدل. په ټوله کې دا هغه مسایل دي چې خبرې پرې کېږي."

"هغه مسایل چې په ګروپونو کې به پرې خبرې کېږي، کورنۍ او سیمه‌ییزې ناکرارۍ، له افغانستانه د ترویزم خطر دی"

د نوموړي په خبره د بحثونو نتیجه به وروسته په یوه خبري کنفرانس کې اعلان او هم به د کنفرانس په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د کنفرانس له پرانيستل کېدو مخکې ازادي راډیوته ویلي و چې، د دې کنفرانس مهمه اجندا د افغانستان د راتلونکي په اړه د سیاستوالو، مدني فعالانو، ښځو او خبریالانو په منځ کې د یوې اجماع پر رامنځته کولو څرخي.

اغلې کوفي ويلي: "په خواشينۍ سره افغانستان اوس په داسې یوه وضعیت کې دی چې خلک یې په هیڅ ډول له نړیوالو او بشري معیارونو سره سم ژوند نه‌کوي. له بې‌وزلۍ او بشري بحران نیولې تر نا امنیو او قتلونو پورې چې ترسره کېږي، د یوه تفاهم رامنځته کولو اړتیا په ګوته کوي او د کنفرانس تمرکز هم پر همدې اصل دی."

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

د مېرمن کوفي په خبره خلک باید له تعلقاتو پرته د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې روان دي، یو تفاهم ولري او پر اساس یې د راتلونکې لپاره یو بنسټ رامنځته کړي.

درې نړیوال تحقیقاتي بنسټونه په ویانا کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ د دغه کنفرانس چې د تړلو دروازو ترشا پرانيستل شوی، کوربه‌توب کوي.

د راپورونو له مخې د جرمني په شمول د یو شمېر اروپایي هېوادونو استازي هم دې کنفرانس ته وربلل شوي دي خو طالبان چې عملاً یې اوس قدرت په افغانستان کې په لاس کې دی، دغه کنفرانس موثر نه بلکې هغه د افغانسان د خلکو پر زیان بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه ازادي راډیو ته وویل: "هغه څېرې چې هلته راټولې شوي، ټولې یې پېژندل شوې څېرې دي. هغوی ازمویل شوي او افغانان یې پېژني. پر شل کلنو اعمالو او کړنو یې خبر دي. له یوه یې هم نه توقع کېږي او نه هیلې چې د افغانستان په خیر به پرېکړه وکړي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

مجاهد زیاته کړه، هېوادونه هم باید دغسې کسانو ته چې ده شر اچونکي وبلل، زمینه برابره نه‌کړي.

د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې له هېواده بهر داسې مهال سره جرګه کیږي چې د طالبانو سرپرست حکومت نړیواله ټولنه ټولشموله نه بولي.

د طالبانو له‌خوا بشري حقونو په تېره بیا د نجونو او ښځو د زده کړې او کار حقونو ته د نه درناوي ترڅنګ هغه یو مهم لامل بلل کېږي چې د نړۍ هیڅ هېواد یې حکومت په رسمیت ونه پېژني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG