د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ايرو ايشيا ريوو: ځينې سيمې د خپل ستراتيژيک موقعيت په خاطر بحراني شوي


ايرو ايشيا ريوو:

ايرو ايشيا ريوو خپرونې په خپله تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې ده چې د نړۍ ځينې سيمې د خپل ستراتيژيک يا سوق الجيشي موقعيت په خاطر په بحراني ځايونو بدلې شوي دي چې افغانستان هم په کې راځي.

د خپرونې په ليکنه، د افغانستان جغرافيايي موقعيت تل دغه هېواد د نړۍ د لويو قدرتونو د يرغلونو په ميدان بدل کړى دى.

په ليکنه کې لولو، تر هغه وخته چې بريتانيا پر هند واکمني درلوده، د روسيې د نفوذ د مخنيوي لپاره يې تل هڅه کړې چې افغانستان هم د ډال په توګه تر خپل تسلط لاندې ولري، خو دلته يې ماتې وخوړه.

وروسته له هغې هندوستان له بريتانيا خپلواکي ترلاسه کړه، پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې نفوذ وکړ، تر هغو چې د ١٩٧٠میلادي کال په وروستۍ لسيزه کې يې پر افغانستان يرغل وکړ.

د ايرو ايشيا ريوو په باور، افغانانو تر لنډ وخت وروسته پاڅون وکړ او د مجاهدينو ډلو له افغانستانه د سرو لښګرو د ايستلو لپاره مټې بډ وهلې.

د ليکنې ليکوال وايي، په دې وخت کې په افغانستان کې د بلې حملې يا د ليکنې په ټکو د بل اشغال لار پرانيستل شوه.

خپرونه زياتوي، د جهاد په کلونو کې اسامه بن لادن افغانستان ته مخه کړه او هلته يې نور پلانونه تطبيق کړل چې د ٢٠٠١ میلادي کال د سپټمبر پر ١١مه پر امريکا په حملې سره افغانستان يو وار بيا د کشمکشونو په ميدان بدل شو.

د امريکا تر رهبرۍ لاندې نړيوالو ځواکونو پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو نظام يې نسکور کړ.

خو د ايرو ايشيا ريوو د ليکنې ليکوال زياتوي چې په افغانستان کې بيا هم جنګ ختم نه شو، په ٢٠١٨ میلادي کال د امريکا د کانګرس په يوه راپور کې ويل شوي، وسله وال طالبان د افغانستان پر زياتو برخو کنټرول لري.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د خپلې واکمنۍ په پيل کې يې په افغانستان کې د افراطي وسله والو د ځپلو خبره کړې وه، بالاخره يې په افغانستان کې د پخلاينې او سولې پروګرام پيل کړ.

د ليکنې په دوام راغلي، په همدې حال کې روسيه هم يو ګام رامخکې شوې او له وسله والو طالبانو سره يې تماسونه ټينګ کړي دي.

د ليکوال په باور، روسيه غواړي چې له بلې طريقې په افغانستان کې خپل نفوذ خوندي وساتي.

په ليکنه کې لولو، له دې سره جوخت د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد خپلې هڅې کوي او روانه مياشت د اووم وار لپاره د طالبانو له استازو سره ګوري.

خو د ليکنې په حواله، لا هم د افغانستان د کړکېچ د حل کوم څرک نه لګېږي.

سټار اينډ سټرايپس:

امريکايۍ ورځپاڼې سټارز اينډ سټرايپس په خپله تازه ګڼه کې د هالنډ په هاګ کې د نړيوالې جزايي محکمې د يوې څارنوالې د هڅو په اړه ليکنه خپره کړې چې غواړي په افغانستان کې هم د جنګي جنايتونو په اړه تحقيقات وشي.

د نړيوالې جزايي محکمې قاضيانو په اپرېل مياشت کې اعلان وکړ چې په دې برخه کې له څېړنو تېرېږي، ځکه نه د افغانستان حکومت، نه سياسي مخالفان او نه هم د امريکا حکومت همکاري کوي.

د دې محکمې څارنواله فاتو بينسودا وايي، دغه تحقيقات بايد د عدالت د ټينګېدو لپاره وشي، خو لومړى بايد وپوهېږي چې ايا د محکمې قاضيان د جنګي جنايتونو په دې قضيه کې د تحقيقاتو د فسخه کولو صلاحيت لري او که څنګه؟

د بشري حقونو سازمانونه وايي، په افغانستان کې د دولت وسله والو مخالفانو، حکومت پلوه ځواکونو او بهرنيو پوځيانو ټولو داسې کارونه کړي چې جنګي جنايتونه ګڼل کېداى شي.

د دوى په وينا، د دې محکمې د چارو ځنډول د جګړو له قربانيانو سره يو ډول بې عدالتي ده، ځکه دغه ځواکونه په جنسي تېريو، شکنجو، جنسي ځورونو او پر شخصيتونو په تېري تورن دي.

د سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼې په ليکنه، که نړيواله جزايي محکمه په افغانستان کې د جنګي جنايتونو په اړه خپلو تحقيقاتو ته دوام هم ورکړي، خو معلومه نه ده چې دا پروسه به څومره وخت ونيسي.

XS
SM
MD
LG