د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

طالبان: پنجشېر کې د اسیرانو د وژنې په تړاو څېړنې کوو


ارشیف: د هغه اسیر انځور چې ویل کېږي پن پنجشېر کې وژل شوی
ارشیف: د هغه اسیر انځور چې ویل کېږي پن پنجشېر کې وژل شوی

د طالبانو حکومت د هغو ویډیوګانو په اړه د پلټنو خبر ورکوي چې ظاهراً طالب وسله وال په پنجشېر کې د یو شمېر اسیرانو د وژنې په حال کې ښيي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي، که دا ثابته شي چې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له خوا د مقاومت د جبهې پر اسیرانو د ډزو ویډیوګانې تازه دي، نو هغه کسان به حتماً د قانون منګولو ته وسپارل شي چې دا کسان یې وژلي دي.

په تېرو څو ورځو کې پر ټولنیزو شبکو هغه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د شوې ادعا له مخې ظاهراً د طالبانو وسله وال په پنجشېر ولایت کې د مقاومت د جبهې د لسګونه اسیرانو د وژنې په حال کې ښيي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې دې ادعاوو ته د اشارې په ترڅ کې وویل په دې اړه چې دا ویډیوګانې نوې دي که پخوانۍ او د پنجشېر ولایت اړوندې دي که نه، د دوی جدي تحقیقات او څېړنې روانې دي.

په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې چې احمدمسعود یې مشري کوي ادعا کړې چې طالبانو د دوی غړي نیولي او له محاکمې پرته یې وژلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د وږي په ۲۲مه پر ټویټر په یوه بیان کې وویل چې د پنجشنېر ولایت په رخه، دره او افشار ولسوالیو کې د ده په وینا د متمردو باغیانو پر ضد پراخ عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې یې د دریو قوماندانانو په ګډون ۴۰ کسان ووژل شول او د یوه بل قوماندان په ګډون ۱۰۱ کسان ژوندي ونیول شول.

د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په پنجشیر ولایت کې د طالبانو له خوا د جنګي اسیرانو د وژنې د ادعاوو د جدي څېړنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دې پېښې عاملان باید د یوې خپلواکې محکمې له لارې عدالت ته راکاږل شي.

د احمدمسعود په ګډون د طالبانو د مخالفو شخصیتونو په غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پیل شوه او تر پرون پورې یې دوام وکړ هم په هېواد کې پر روان بشري وضعیت اندېښنه څرګنده شوه.

د غونډې د پای په اعلامیه کې له ملګروملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه شوې چې په افغانستان کې شوي بشري جنایتونه مستند او خپاره کړي او د عدالت په تحقق او پر طالبانو د بندیزونو د لګولو د څارنې په چاره کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG