د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

سيګار: د طالبانو مداخلې افغانستان کې د مرستندويانو فعاليتونه اغېزمن کړي


يو طالب وسله‌وال، ارشيف
يو طالب وسله‌وال، ارشيف

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار اندېښنه ښکاره کړې ده چې، د طالبانو مداخلې په افغانستان کې د مرستندویانو فعالیتونه اغېزمن کړي دي.

سیګار په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې، طالبان د ملګرو ملتو او غیردولتي مؤسسو په کارونو کې چې په افغانستان کې یې کوي، مداخله کوي.

د سیګار په باور دا مداخله د مؤسسو د مرستو د چمتو کېدو د خنډ سبب کېږي.

طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې واک تر لاسه کړ مداخله یې پيل کړه.

د سیګار په وینا وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې واک تر لاسه کړ مداخله یې پيل کړه.

سیګار تېره شپه په خپلو ټویټونو کې دا خبره هم کړې ده چې، د امریکا د حکومت پالیسي دا ده چې د افغانانو ملاتړ ته له دې پرته ادامه ورکړي چې د طالبانو له رژيم سره مرسته وشي.

په وروستیو کې سیګار په یوه راپور کې چې د (ستر خطر) نوم یې ورکړی دی، لیکلي دي چې لاهم د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره په بشري برخه کې تر ټولو نورو هېوادو ډېره مرسته کوي.

د سيګار مشر جان سوپکو
د سيګار مشر جان سوپکو

په دې راپور کې راغلي دي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته واشنګټن په بشري او پراختیایي برخو کې له افغانستان سره دوه اعشاریه صفر دوه میلیارډه ډالر مرسته کړې ده.

د سیګار مشر جان سوپکو تېره اوونۍ چهارشنبې د امریکا د استازیو جرګې د څارنې کمېټې استماعیه غونډې ته وویل، افغانستان له سخت بشري او اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی او دا ډېره مهمه ده چې د امریکا مرستې د طالبانو لاس ته ونه لویږي.

په ورته وخت کې ښاغلي سوپکو دا خبره وکړه چې دی د دې ډاډ امریکایانو ته نه‌شي ورکولی چې د دوی په مرسته به طالبان نه تمویلیږي.

سیګار د ملګرو ملتو ژمنو ته هم اشاره کوي او لیکي چي، ملګرو ملتو د افغانستان لپاره د څلور اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده چې څه باندې اته ویشت میلیونه افغانانو ته خوراکي موادو برابر کړي.

تر اوسه ملګرو ملتو کله هم د یوه هېوادو لپاره د دومره ډېرو بشري مرستو غوښتنه نه‌ده کړې، خو سیګار وایي چې د طالبانو مداخلې دا ډول هڅې له خطر سره مخامخ کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG