د ایران ولسمشر د سعودي عربستان پاچا ته د تهران د سفر بلنه ورکړې ده.
د ریاض او تهران ترمنځ د اړیکو د بشپړ بیا پیل لپاره د هوکړې له لاسلیک کېدو شپږ اوونۍ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ایران د سعودي پاچا ملک سلمان ته د تهران د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې زیاته کړه چې دغه بلنه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له خوا د سعودي عربستان پاچا ته لېږل شوې.
هغه وویل چې ابراهیم رئیسي هم ریاض ته د رسمي سفر لپاره د پاچا سلمان بلنه چې مخکې تهران ته وړاندې شوې وه، په لیکلې بڼه ځواب کړې او منلې یې ده.
تر اوسه د دغو سفرونو کره نېټه نه ده اعلان شوې، خو ناصر کنعاني ویلي چې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو دوه اړخیز سفرونه به لومړی د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه تر سره شي.
وروستی ځل د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد دوه واره سعودي عربستان ته سفر کړی و او د سعودي عربستان د هغه وخت له پاچا ملک عبدالله سره یې وکتل.
پاچا عبدالله هم د محمد خاتمي د ولسمشرۍ پر مهال د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و.
د پاچا سلمان د واکمنۍ پر مهال د ریاض او تهران اړیکې خړې پړې شوې.
خو څو اونۍ وړاندې د چین ولسمشر په منځني ختیځ کې له تیلو د دغو ډکو هېوادونو او سیمه ییزو سیالانو ته د پخلاینې د موافقې د رسېدو لپاره زمینه برابره کړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې په دریو اونیو کې به د دواړو هېوادونو سفارتونه پرانیستل شي.
هغه زیاته کړه: "د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکې فعالې شوي. موږ د سفارتونو او قونسولګریو د پرانیستلو په درشل کې یو او تر دې دمه هم ښې هڅې شوي دي."
اته کاله وړاندې سعودي عربستان شیخ نمر باقر النمر او یو شمېر نور شیعه مخور اعدام کړل چې په غبرګون یې په تهران کې د سعودي سفارت او په مشهد کې د دغه هېواد قونسلګرۍ ته د ایران د رژيم سرسخته پلویان ورننوتل.
په ځواب کې د سعودي عربستان حکومت له تهران سره خپلې اړیکې پرې کړې چې د کلونو کلونو سیمه ییزو سیالیو او نورو کړکېچونو له امله سختې ترینګلې شوې.