د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د ایران یو پلاوی پرون چهارشنبې سعودي عربستان ته رسېدلی


ریاض او تهران تېره میلادي میاشت د چین په منځ‌ګړتوب د خپلو اړیکو بیا پیل ته چمتووالی وښود.
ریاض او تهران تېره میلادي میاشت د چین په منځ‌ګړتوب د خپلو اړیکو بیا پیل ته چمتووالی وښود.

تهران ته د سعودي عربستان د یوه پلاوي له سفر څو ورځې وروسته له ایران څخه هم یو پلاوی ریاض ته ولاړ.

دا تګ راتګ وروسته له هغه پیل شو چې د دواړو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو په چین کې تاریخي کتنه وکړه او سیمې ته یې د ثبات د راوستو ژمنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي چې، د ایران یو تخنیکي ټیم د ډيپلوماتیکو اړیکو د بیا په اړه له سعودي عربستان سره د شوې موافقې په اساس پرون چهارشنبې ریاض ته ورسېد.

ریاض او تهران تېره میلادي میاشت د چین په منځ‌ګړتوب د خپلو اړیکو بیا پیل ته چمتووالی وښود.

کنعاني په یوه بیان کې ویلي، ایرانی پلاوی به په ریاض کې د ایران د سفارت او په جدې ښار کې د ایران د قونسلګرۍ او همداراز د اسلامي همکاریو په سازمان کې د دې هېواد د دایمي استازولۍ د بیا پرانیستو په برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي.

ریاض او تهران تېره میلادي میاشت د چین په منځ‌ګړتوب د خپلو اړیکو بیا پیل ته چمتووالی وښود.

دې دوو هېوادونو په تېرو څو کلونو کې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د بېلابېلو اړخونو ملاتړ کړی دی.

سعودي عربستان همدا راز په یمن کې له ایران پلوه حوثي یاغیانو سره هم خبرې پیل کړې دي.

د ايران او سعودي عربستان بيرغونه
د ايران او سعودي عربستان بيرغونه

سعودي په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له دې چې حوثي یاغیانو پر صنعا او د یمن پر ډېرو نورو سیمو ولکه ټینګه کړه او حکومت یې تېښتې ته اړ کړ، د دې ډلې پرضد د څو هېوادونو په ګډون یو ايتلاف رامنځته کړ.

په جرمني کې دېره د منځني ختیځ د چارو کارپوه علي صدرزاده وايي، د ریاض او تهران د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې لوی خنډ یمن دی.

نوموړی وايي: "که ایران لکه څنګه چې ادعا کوي چې پر ټولو حوثي یاغیانو کنټرول لري باید سعودي عربستان ته دا ثابته کړي چې کولای شي حوثیان دې ته قانع کړي چې پر سعودي عربستان له حملو ډډه وکړي او یوې دوامداره سولې ته غاړه کېږدي، خو دا به راتلونکې ثابته کړي. ځکه موږ نه پوهېږو چې په حوثیانو کې دننه ټول اړخونه د جګړې پای ته رسول غواړي که نه. او که خپلسرې ډلې هم په‌کې دي. له بلې خوا په ایران کې هم روښانه نه‌ده چې دا پروسه پر کوم لوري ځي."

ریاض په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغه له تهران سره اړیکي پرې کړل چې په سعودي کې د شیعه روحاني نمر باقر النمر له اعدام وروسته په تهران کې یوشمېر معترضانو د سعودي عربستان پر ډیپلوماتیک ماموریت برید وکړ.

د اړیکو عادي کولو ته د دواړو هېوادونو له‌خوا د چمتووالي تر اعلان وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په چین کې سره وکتل او د سعودي عربستان یوه پلاوي تهران ته سفر وکړ.

واشنګټن په احتیاط سره د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو د هڅو هرکلی کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG