د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

ټاکل شوې د ايران او عربستان لوړپوړي چارواکي نن د چين پلازمېنې پېکېنګ کې سره وګوري


د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې
د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له خپل ایراني سیال حسین امیر عبدالهیان سره نن په پیکنګ کې ګوري.

دا له تېرو شاوخوا ۷ کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې، د سیمې د دغو دوو سیالو هېوادونو ډیپلوماتان مخامخ سره ګوري.

په دې وروستیو کې ایران او سعودي د ترینګلو سیاسي اړیکو د ښه کېدو هوډ وکړ او ژمنه یې وکړه چې یو د بل په خاوره کې به ډیپلوماتیکې ادارې هم خلاصوي.

یوه ایراني چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي، د چین په منځ‌ګړیتوب د ایران او سعودي عربستان د هوکړې له لاسلیک وروسته د دواړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن د اپریل په شپږمه سره ګوري.

تر دې وړاندې په نږدې یوه اوونۍ کې دوه ځله د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلفوني خبرې سره وکړې او هوکړه یې وکړه چې د روژې په میاشت کې به سره ګوري.

د سعودي عربستان شرق الوسط ورځپاڼې لیکلي، د ایران او سعودي دغه چارواکي د دې لپاره پېکېنګ کې سره ګوري چې چین د دغو سیالو هېوادونو تماس ته زمینه برابره کړې ده.

رویټرز اژانس د یوه ایراني چارواکي په حواله ویلي، نننیو خبرو کې به د سفارتونو په بیا پرانيستل کېدو خبرې سره وشي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغه په ایران کې خپل سفارت وتاړه چې ایران کې معترضانو د یوه شیعه مذهبي مشر شیخ نمر النمر د اعدام په غبرګون کې د سعودي پر ډیپلوماتیکو ادارو هجوم وروړ.

سعودي هغه مهال ایران کې خپلو ډیپلوماتانو ته وویل چې، د ۴۸ ساعتونو په موده کې له ایرانه ووځي، برعکس سعودي عربستان له خپلې خاورې ایراني ډيپلوماتان هم وایستل.

تر دې وړاندې د یمن جګړې هم د سعودي او ایران پر اړیکو اغېز کړی و.

هلته ایران پلوه حوثي ملېشو د سعودي له ملاتړه برخمن حکومت سقوط کړ چې د ایران او سعودي اړیکې یې خړې پړې کړې.

د نړیوالو چارو یوه کتونکي حبیب حسیبي ازادي راډیو ته ویلي، ایران په نړیواله کچه له انزوا سره مخامخ دی، نو هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې او راشه درشه پیاوړې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG