د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

ایران او سعودي عربستان د ډيپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو هڅې ګړندۍ کړي دي


د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې
د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او ایراني سیال یې حسین امیر عبدالهیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخلاینې د هوکړې پر عملي کېدو خبرې کړي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس نن دوشنبه راپور ورکړی چې د نژدې یوې اوونۍ په موده کې دغو وزیرانو دوه ځله ټیلفوني خبرې سره کړي او ژمنه یې کړې چې د روژې میاشتې په ترڅ کې به مخامخ هم سره ګوري.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خړو پړو ډيپلوماتیکو اړیکو د بیا ښه کولو حیرانونکې هوکړه د مارچ په لسمه د چین په منځ‌ګړیتوب اعلان شوه.

د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د ایراني چارواکو په حواله لیکلي چې فیصل بن فرحان او امیر عبدالهیان په همدې قمري میاشت کې د مخامخ لیدو پرېکړه کړې، خو معلومه نه‌ده چې دغه ملاقات به کوم ځای کې ترسره کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبدالهیان خبریالانو ته ویلي، د مخامخ خبرو لپاره درې ځایه وړاندیز شوي، خو هغه د دغو ځایونو نومونه يې نه‌دي اخیستي.

سعودي چارواکو هم د بهرنیو چارو د وزیرانو ټیلفوني خبرې او پلان شوی ملاقات د تهران او ریاض ترمنځ د څو کلونو خړو پړو اړیکو د بیا ښه کېدو فرصت بللی دی.

سعودي عربستان شاوخوا ۷ کاله وړاندې هغه مهال له ایران سره ډيپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې معترضو ایرانیانو په تهران او مشهد کې د سعودي پر سفارت او ډيپلوماتیکو ادارو یرغل ور ووړ.

په ایران کې هغه مهال مظاهرې په سعودي عربستان کې د یوه شیعه روحاني مشر شیخ نمر النمر د اعدام په غبرګون کې شوې وې.

د سعودي او ایران د وروستۍ پرېکړې له مخې ټاکل شوې چې دواړه لوري د دوو میاشتو په ترڅ کې د یوه او بل په هېواد کې سفارتونه او کونسلګرۍ بېرته پرانیزي.

راډیو فردا لیکلي، د سعودي او ایران چارواکو ژمنه کړې چې د اړیکو له عادي کېدو سره سم به د هغو امنیتي او اقتصادي هوکړه لیکونو د عملي کولو چارې پیلوي چې ۲۰ کاله وړاندې یې لاس‌لیک کړي دي.

په ایران کې د نوروز له جشن نه وړاندې د مارچ په ۱۹مه یوه چارواکي وویل، د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعریز د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د ریاض د سفر بلنه ورکړې او رئیسي هم مثبت ځواب ورکړی دی.

د سعودي چارواکو تر اوسه دغه خبر تایید یا رد کړی نه‌دی.

سعودي عربستان چې د نړۍ په کچه د خامو تېلو ستر تولیدونکی هېواد دی، داسې مهال له ایران سره بیا اړیکې ښې کوي چې تهران د اټومي فعالیتونو له کبله د لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG