د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د سعودي عربستان اندېښنه؛ ايران يې پر هېواد احتمالي بريد ته چمتووالی نيسي


د ايران پوځي طيارې
د ايران پوځي طيارې

سعودي عربستان اندېښنه لري چې ایران په نژدې وخت کې د دوی پر هېواد برید ته "احتمالا" چمتوالی نیسي.

امریکا داسې مهال پر سعودي عربستان د ایران احتمالي برید ته اندېښنه لري چې له وړاندې په ایران کې د مظاهره چیانو د ځپلو او روسي پوځ ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکړې په خاطر د تهران او واشنګټن اړیکې خړې پړې دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، پر سعودي د ایران د احتمالي برید استخباراتي معلومات سعودي چارواکو امریکا ته ورکړي او سپینې ماڼۍ یې پرون "د نومبر په لومړۍ نېټه" په اړه خبرې کړي دي.

"موږ د ګواښ د دغه انځور په اړه اندېښمن یو "

رویټرز اژانس بیا د امریکا د ملي امنیت شورا په حواله ویلي: "موږ د ګواښ د دغه انځور په اړه اندېښمن یو او د پوځي او استخباراتي چینلونو له لارې له سعودي سره په اړیکه کې یو."

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند هم ویلي، که اړتیا وي دوی به پر سعودي د ایران د احتمالي برید ځواب ته زړه نا زړه نه‌شي.

د ايران بې‌پلوټه الوتکې چې روسيه يې د اواکراين پر ضد هم کاروي.
د ايران بې‌پلوټه الوتکې چې روسيه يې د اواکراين پر ضد هم کاروي.

امریکایي چارواکي وروسته تر هغه په دې اړه خبرې کوي چې والستریت ژورنال ورځپاڼې وویل، سعودي پر دوی د ایران له‌خوا د احتمالي حملې استخباراتي معلومات متحدو ایالتونو ته ورکړي دي.

د سعودي حکومتي چارواکو سملاسي په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب لوړپوړي قومندان حسین سلامي نژدې دوه اونۍ وړاندې سعودي ته خبرداری ورکړ چې پر اسرائیلو ډېره تکیه ونه‌کړي.

سلامي په دې خبرداري کې د سعودي عربستان د "شیشه‌یي ماڼیو " یادونه کړې وه.

سعودي عربستان او اسرائیل د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب له ۲۰۲۰ کال راهیسې د یوه تړون له مخې اړیکې سره پياوړې کړې او امریکا هم په فارس خلیج کې د ایران ضد دغو متحدانو ملاتړې ده.

د ايران سپاه پاسداران ځواکونه
د ايران سپاه پاسداران ځواکونه

سعودي عربستان د دوی د تېلو پر تاسیساتو د ۲۰۱۹ کال د توغندیز او بې پیلوټه الوتکې برید پړه هم پر ایران ور اچوي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.

سعودي عربستان او ایران له لسیزو راهیسې مخالفتونه لري او په سیمه کې یو د بل د ګټو په وړاندې د نیابتي جګړو ملاتړ کوي.

وروسته تر دې چې تېره میاشت د سعودي په مشرۍ اوپیک پلس سازمان د تېلو د تولید د کمولو پرېکړه وکړه، دې کار د ریاض او واشنګټن اړیکې هم یو څه متاثره کړې، ځکه په امریکا کې دتېلو بیه پورته شوه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د سعودي دا پرېکړه به د واشنګټن او ریاض اړیکې اغېزمنې کړي، دې سره هم‌مهاله څو امریکایي سناتورانو له ولسمشره وغوښتل چې له سعودي سره ټولې همکارۍ ودروي.

XS
SM
MD
LG