د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د جرمني صدراعظم: افغانستان او ايران کې له ښځو سره تاوتريخوالی د منلو نه‌دی


ارشيف
ارشيف

د افغانستان او ایران د ښځو او نجونو وضعیت دا وروستۍ ورځې د نړۍ د مشرانو د ویناو مهمې برخې جوړوي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز په یوه پيغام کې ویلي چې، افغان او ایرانۍ ښځې له ډېرو سختیو سره مخې دي.

نوموړي ويلي: "په ایران او افغانستان کې له هغو ښځو سره چې د خپلو حقونو لپاره ودریږي سخت چلند ورسره کېږي. ټول هغه چې د ازادۍ او عدالت لپاره ودریږي حتی خپل ژوند په خطر کې اچوي. دا د نه بښلو وړ ده. جرمني په ښکاره ډول د هغو کسانو سره ولاړ دی چې د خلکو او د ښځو د حقونو څخه دفاع کوي."

صدراعظم شولز دا څرګندونې د مارچ اتمې ښځو نړیوالې ورځې (د ښځو د پيوستون نړیوالې ورځې) په درشل کې په یوه ویډیويي پيغام کې کړي چې د شنبې په ورځ خپرې شوي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز
د جرمني صدراعظم اولاف شولز

د جرمني صدراعظم په اقتصاد، سیاست او نورو ټولنیزو برخو کې د ښځو پر مساوي حقونو او ونډې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، هېواد یې د دې هدف د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې د جرمني او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملګرو ملتونو سرمنشي د بشري حقونو د شورا په ۵۲ ناسته کې د افغانستان او ایران پر بشري وضعیت په تېره بیا د ښځو په وړاندې لګېدلي بندیزونه د نه منلو وړ وبلل.

په افغانستان کې څه باندې ۵۳۰ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې نجونې له پوهنتونو هم منع شوي دي.

طالبانو په دې بندیزونو سربېره په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو د کار مخه هم نیولې.

په دې سربېره ګڼې ښځینه فعالانې د طالبانو په تېره څه باندې یو نیم کلنه دوره کې د مظاهرو پر مهال نیول شوي او اکثرو یې له سختو ځورونو شکایت کړی.

اخوا په ایران کې هم د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې حکومتي ځواکونه د هغو مظاهره چیانو په سختې ځپنې تورن دي چې د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته د ښځو په ملاتړ لاریونو ته راوتلي دي.

ايران کې د ښځو په ملاتړ لاريونونه، ارشيف
ايران کې د ښځو په ملاتړ لاريونونه، ارشيف

په تر ټولو تازه پېښو کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د ښوونځیو سلګونه نجونې د ګازو په کارونې مسموم شوي.

د ازادې اروپا فردا راډیو د راپور له‌مخې په تهران کې د شنبې په ورځ د نجونو سلګونه میندو او پلرونو مظاهره وکړه او په افغانستان او ایران کې یې د نجونو د تعلیم د مخنیوي هڅې وغندلې او د افغانستان د طالبانو او د ایران د اخوندانو د رژيمونو پر ضد یې د (مرګ) شعارونه ورکول.

طالبانو ژمنې کړي چې، د نجونو د تعلیم لپاره زمینه برابروي خو د نړۍ له فشارونو سره سره یې په دې اړه لا کوټلي ګامونه نه‌دي اخیستي.

په افغانستان او ایران کې تر دې مخکې هم ګڼو ښځینه فعالانو او مظاهره چیانو له یو بل سره د یووالي هڅې کړي او په خپلو لاریونونو کې یې په یادو دواړو هېوادونو کې د ښځو د حقونو سرغړونې غندلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG