د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعينو کمېټه: د فعالانو ګواښل، شکنجه او نيول ورځ تر بلې ډېريږي


د طالبانو له لوري ګڼ شمېر ښځينه فعالانې نيول شوي او تري‌تم دي. انځور - ارشيف
د طالبانو له لوري ګڼ شمېر ښځينه فعالانې نيول شوي او تري‌تم دي. انځور - ارشيف

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټه له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو غواړي چې، پر طالبانو فشارونه زیات کړي تر څو د بشري حقونو د مدافعینو له نیولو او شکنجې لاس واخلي.

دغې کمېټې په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې، طالبان تورن کړي چې، د بشري حقونو په مدافعینو د فشارونو په اچولو سره د افغانستان د باشعوره ټولنې په بدن خپل وروستي ګوزارونه کوي.

په اعلامیه کې د بشري حقونو او د زده‌کړو د فعالانو رسول عبدي او مطیع‌الله ویسا نیولو او دغه شان د عالیې عزیزي، نرګس سادات او الهې دلاورزۍ تري‌تم کېدو ته په اشارې لیکل شوي چې، په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو شکنجه، ګواښل او نیول ورځ تر بلې زیاتيږي.

رسول عبدي پارسي د هرات پوهنتون مخکېنی استاد و چې، د کورنۍ د غړو په خبره‌یې د روانې حمل میاشتې په اتمه په کابل کې د طالبانو له لوري ونیول شو او تر دې دمه نادرکه دی.

خو طالبانو د دغه ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

مطیع‌الله ویسا د قلم لار ټولنې رئیس او د زده‌کړو فعال و چې، څلور ورځې مخکې طالبانو ونیوه چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ ازادي راډيو ته وویل چې، ښاغلی ویسا د غیر قانوني او نظام ضد کړنو له امله نیول شوی، خو تازه د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا تېره شپه له ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې دا تورونه رد کړل.

نوموړي وويل: "موږ هیڅ کوم پټ حرکت نه‌دی کړی، موږ نه کوم سیاسي ډله یو، نه وسله‌واله ډله بلکې دا د یوې ټولنې انساني او اسلامي حق دی او ما دا فریضه ادا کړې ده، بیا به یې هم ادا کو، ځکه زموږ خلک اوس هم له مهمو اساسي حقونو په ځانګړی ډول د زده‌کړو له حق محروم دي، که د زده‌کړو د حق غوښتل مشکوک وي نو نړۍ دې ووایي."

دی غوښتنه کوي چې مطیع‌الله ویسا دې ژر تر ژره خوشې شي.

د مطیع الله ویسا ورور: خپلې مبارزې ته دوام ورکړو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00

عالیه عزیزي د تېر جمهوري حکومت پر مهال د هرات زندان مسؤله وه چې د تېر میلادي کال په اپرېل میاشت کې یې کورنۍ ادعا وکړه چې، هغه د طالبانو له لوري تري‌تم شوې ده.

نرګس سادات د ښځو د حقونو فعاله چې نږدې یوه میاشت وړاندې په کابل کې ونیول شوه او الهه دلاورزۍ چې ادعا یې کوله، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي په زوره نکاح کړې وه چې له هغه تر طلاق اخیستو وروسته‌یې کورنۍ ادعا وکړه چې اوس هغه د طالبانو د استخباراتو په بند کې ده.

خو طالبانو د دغه ادعاګانو په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو طالبانو د دغه ادعاګانو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټه وايي: "ملګري ملتونه، نړیوال بنسټونه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې دخیل هېوادونه دې خپل مسؤلیت د بشري حقونو، د بشر د اساسي حقونو، ناوړه چلند، تهدید، ځورولو او نیونو په اړه چې د شرعي او بشري قوانینو خلاف دي ادا کړي. همدرانګه دې د صحرايي وژنو او له ټولو ټولنيزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ساحو څخه د ښځو د تدریجي حذفولو په اړه خپل دریځ روښانه او دا اصول دې له طالبانو سره د هر ډول تعامل لپاره سره کرښه وګرځوي."

په اعلامیه کې ادعا شوې چې طالبان د بشري حقونو د مدافعینو په وېرولو سره د ټولو بشري معیارونو خلاف عمل کوي او په دې سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ټولو کنوانسیونونو ښکاره سرغړونه کوي.

د بشري حقونو د مدافعینو په اعلامیه کې راغلي دی چې، د اوسني وضعیت دوام او په دې اړه د نړۍ چوپتیا د بشر د حقونو د فعالانو لپاره د اندېښنې او د دې پدیدې دوام د بشري حقونو د مدافعینو لپاره د نه‌منلو وړ دی.

هڅه مو وکړه چې د بشري حقونو د مدافعینو د دغه اعلامیې او ادعاګانو په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو زموږ اړیکې ځواب نه‌کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG