د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د ښوونځيو او مدرسو د يونيفورم لپاره د طالبانو نوې طرحه؛ د ښوونکو او زده‌کوونکو غبرګونونه يې پارولي


په دې لایحې کې ټاکل شوي چې نارینه باید کمیس او پرتوګ او ښځينه باید کمیس، پرتوګ او پړونی جوړ کړي.
په دې لایحې کې ټاکل شوي چې نارینه باید کمیس او پرتوګ او ښځينه باید کمیس، پرتوګ او پړونی جوړ کړي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ریاست عمومي دفتر له‌خوا د یونیفورم یوه لایحه د نظر غوښتنې لپاره د کابل ښار پوهنې ریاست ته لېږل شوې، چې د یو شمېر ښوونکو او زده‌کوونکو غبرګونونه یې راپارولي دي.

په یادې لایحې کې د ټولو دولتي، خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو، ښځینه او نارینه، زده‌کوونکو او ښوونکو ته یونیفورم ټاکل شوی.

په دې لایحې کې ټاکل شوي چې نارینه باید کمیس او پرتوګ او ښځينه باید کمیس، پرتوګ او پړونی جوړ کړي، چې له لازمې اندازې څخه لنډ، تنګ او نری نه وي.

"زه خو دې ته حیرانه یم چې دا کالي او چپنې به کوم پلار په دې خراب اقتصادي وضعیت کې چې صفر دی، ور پوره کړي.

د دې تر څنګ د ښځينه زده‌کوونکو او ښوونکو څخه دا هم غوښتل شوي چې د تګ راتګ پر لاره دې حجاب یا اوږده چپنه واغوندي او ماسک دې هم وکاروي.

حسنا چې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده اوس پز کور ناسته ده وايي، د زده‌کوونکو او ښوونکو یونیفورمونو په اړه د طالبانو حکومت لایحه د افغانستان په اوسني اقتصادي وضعیت کې د منلو وړ نه‌ده.

حسنا وايي: "زه خو دې ته حیرانه یم چې دا کالي او چپنې به کوم پلار په دې خراب اقتصادي وضعیت کې چې صفر دی، ور پوره کړي. د دوی د کالیو پوره کول، د دوی د کتابچو، قلمونو او بوټونو پوره کول خو اسانه خبره نه‌ده، دا ټول اقتصاد پورې اړه لري. داسې خلک شته چې خپل یو وخت ډوډۍ نه‌شي پیدا کولای."

يوه زده‌کوونکې، انځور - ارشيف
يوه زده‌کوونکې، انځور - ارشيف

نوموړې زیاته کړه چې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر مخ خو د ښوونځیو دروازې بندې دي او اوس هغه زده کوونکي چې د اقتصادي وضعیت له امله د یونیفورم جوړولو توان نه‌لري هم دې ته اړ کېږي چې ښوونځیو ته لاړ نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د دې لایحې یوه موخه د متفاوت اقتصاد لرونکو تر منځ د ګډ احساس رامنځته کول بولي.

موږ کمیس او پرتوګ د یونیفورم په توګه قبلولو ته حاضر نه یو.
عتيق الله

په کابل ښار کې د یوولسم ټولګي یوه زده کوونکي عتیق الله د طالبانو حکومت د دې پریکړې په اړه ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "په افغانستان کې ډېری خلک اوس کمیس او پرتوګ جوړوي، د ښوونځیو زده کوونکو او عامه خلکو تر منځ باید توپیر وشي. موږ کمیس او پرتوګ د یونیفورم په توګه قبلولو ته حاضر نه یو. زده کوونکي باید دریشي واغوندي."

نه یوازې زده‌کوونکي بلکې ښوونکي هم د یونیفورمونو په اړه د طالبانو حکومت له لاحیې څخه راضي نه‌دي.

ګل‌رخ ارمل، په کابل کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې وایي چې، دوی پخوا هم مشخص یونیفورم درلود خو د طالبانو حکومت د یونیفورم لایحه د منلو وړ نه‌ده.

دا ښوونکې وايي: "یو ښوونکې چې کله مکتب ته دننه کېږي، باید په داسې یو یونیفورم کې مکتب ته دننه شي چې د زده کوونکي، یوې کور ښځې او یو کس چې په یوه رسمي ارګان کې کار کوي د دوی باید فرق وشي. که د دوی په ټاکل شوي یونیفورم ښوونځي ته دننه شو، تاسو باور وکړئ چې د یو شاګرد او استاد فرق نه‌کېږي."

د نجونو يو ښوونځي، ارشيف
د نجونو يو ښوونځي، ارشيف

د دې تر څنګ په کابل کې د نسوانو د یوې بلې لېسې مدیرې چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په دې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دا لایحه یې په رسمي توګه نه‌ده ترلاسه کړې، خو د ښوونځیو مدیرانو نظر غوښتنې لپاره د پوهنې وزارت له‌خوا دوی سره شریکه شوې.

يادې مديرې وويل: "مونږ خپل نظرونه ورکړي، د افغانستان د ښوونځیو ډېری مدیران په دې نظر دي چې باید دا رقم یونیفورم او مسودې اصلا تصویب نه‌شي، دا صرف یو نظر خواهي وه، چې له موږ نه يې واخیستله، خو بیا هم زموږ نظرونه دوی ته ارزښت نه‌لري. تاریخ یې هم نه‌دی معلوم کړی چې کله باید دا پروسه عملي شي."

د طالبانو حکومت له‌خوا د یونیفورمونو لایحې په اړه مو د دوی له ویاند، ذبیح‌الله مجاهد څخه وپوښتل، خو د ژمنې سره سره یې د دې راپور تر خپرېدو، زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت له‌خوا د خصوصي او دولتي ښوونیزو مؤسسو کې د یونیفورمونو لایحې په اړه د ښوونکو او زده کوونکو يادې اندېښنې په داسې حال کې دي چې، د افغانستان خلک له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دی او د دې تر څنګ د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو برخه‌لیک لا هم روښانه نه‌دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG