د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ریچارډ بېنیټ: طالبان دې له قيد او شرط پرته درې معترضې مېرمنې خوشې کړي


کابل کې د معترضو ښځو لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

کابل کې تېره ورځ يو شمېر معترضو ښځو لاریون کړی و.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ د هغو درېیو اعتراض کوونکو مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې ویل کېږي تېره ورځ د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، د اعتراض کوونکو ښځو نیول دوی لپاره د منلو وړ نه دي، او خلک باید د لاریون حق ولري.

دغه ښځې د اعتراض کوونکو ښځو نیول د ښځو پر وړاندې زور زیاتی ګڼي چې د دوی په خبره د طالبانو له خوا ترسره کېږي.

له دغو ښځو څخه يوې يې چې نه يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخيستل شي د طالبانو له خوا د نيول شويو ښځو د خلاصون غوښتنه وکړه او دغه شان یې وغوښتل چې باید نجونو ته ښوونځي خلاص شي.

هغې زياته کړه: "د هغو کسانو په هکله متاسفه یم چې له موږ څخه د تعلیم او تربیې حق اخلي او اجازه نه ورکوي چې افغان مېرمنې زده کړې وکړي.نه پوهېږو چې څه وکړو ؟ ولې د ښونځي دروازې نه خلاصېږي."

یوې بلې مدني فعالې فروزان حیدري ازادي راډيو ته وویل چې د سیمې مشران باید د نیول شویو ښځو د خلاصون لپاره اقدام وکړي.

نوموړې د طالبانو له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار او زده کړې اجازه ورکړي.

هغې زياته کړه: "د افغانستان خلک دې په اوسني حالت کې لاسونه سره ورکړي او د دغو درېیوو لاریون کوونکو ښځو د خلاصون لپاره دې په ټولنیزو رسنیو کې خپل فعالیتونه زیات کړي، ځکه دوی د خپلو حقونو لپاره لاریون وکړ او دا کار باید د دې لامل نه شي چې دغه درې لاریون کوونکې ښځې ونیول شي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنیټ په خپله ټوېټرپاڼه کې د طالبانو له خوا د نیول شویو ۳ اعتراض کوونکو ښځو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

هغه د دوشنبې په ورځ ويلي چې په کابل کې د یکشنبې په ورځ چې ټاکل شوې وه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې پیل شي، طالبانو د هغو ښځو د سوله ییز لاریون د ګډوډولو لپاره له زور څخه کار واخیست چې د زده کړې د حق غوښتنه یې کوله.

د بېنيټ په وینا، د راپورونو له مخې فاطمه محمدي، ملالي هاشمي او رقیه ساعي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

اعتراض کوونکو ښځو هم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو تايید کړې وه چې دا درې معترضې ښځې د طالبانو له خوا نیول شوې دي.

د دغو ښځو د نیول کېدو په اړه مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه وپوښتل، خو هغه ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل چې د معلوماتو له راټولولو وروسته به په دې اړه خبرې وکړي، خو د راپور تر خپرېدو پورې معلومات شریک نه کړل.

د یکشنبې په ورځ یو شمېر ښځو د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو او د هغوی د کار د بندولو په اعتراض کې لایون وکړ.

تر دې وړاندې هم څو ځلې د طالبانو له لوري د ښځو د لاريونونو مخه نیول شوې او یو شمېر لاریون کوونکې ښځې نیول شوي چې د دوی دا کار هر ځل له کورنيو او بهرنيو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

دا لاریون په داسې حال کې شوی چې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې مخکې هم په وار وار د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیزونه غندلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG