د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

سویډن کمېټې د افغان نجونو پر مخ د ښوونيزو بنسټونو د ژر پرانیستو غوښتنه وکړه


په نیمروز کې دنجونو یو ښوونځی
په نیمروز کې دنجونو یو ښوونځی

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه له طالبانو غواړي چې په ټول افغانستان کې د نجونو او ښځو ښوونيز مرکزونه ژر پرانېزي.

یو شمېر نجونې او ښځې چې د طالبانو له‌خوا له زده‌کړو او کار منع شوي د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه ښيي.

د دولسم ټولګي زده‌‌کوونکې سونیا دانش ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه کله چې وینو هغه دروازه چې موږ ورته په یوې انګېزې او هیلې ورتلو او درس مو په کې وایه، نن بنده ده واقعاً موږ لپاره اندېښمنونکې ده. هیله مې دا وه چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړم او هغې هیلې چې زه یې لرم ورته ورسېږم، خو اوس دا حالت زما لپاره اندېښمنونکی او ناهیلی کوونکی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له طالبانو غوښتي چې په ټول افغانستان کې د نجونو او ښځو ښوونيز مرکزونه ژر پرانېزي.

د سویډن کمېټې نښان
د سویډن کمېټې نښان

دا کمېټه چې په افغانستان کې له تېرو څلور لسیزو په ځانګړي توګه د پوهنې په برخه کې کار کوي د یکشنبې په ورځ یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل د نه منلو وړ او د افغان نجونو او ښځو په لومړیو حقونو تېری دی.

نن ۵۵۳مه ورځ ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند خطاب صاحبزاده د ښوونځیو د پرانستو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

هاخوا یو شمېر ښځې چې وړاندې یې نادولتي موسسو کې کار کاوه وايي، هغه عاید یې چې درلود، له خپلو کورنیو سره یې اقتصادي مرسته کولای شوه.

یوه مېرمن چې نه غواړي، نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "بې دندې شوم. ما په یوې بهرنۍ موسسې کې کار کاوه. کله چې یوه مېرمن خپله دنده ولري، کولای شي خپل او د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي، له خپلو مېړونو، پلرونو او وروڼو سره مرسته وکړي. دا چې ښځې په افغانستان کې له زده‌کړو او کار منع شوي، واقعا د خواشینۍ ځای دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان او د ملګرو ملتونو د هغو موسسو له‌خوا چې مشري یې ښځې کوي، شوې سروې ښيي چې اوس هم په ډېر شمېر غیردولتي ادارو کې نجونې او ښځې نه‌شي کولای کار ته ولاړې شي او یا هم له کوره کار وکړي.

په دې څلورمه نظرپوښتنه کې چې د دې سازمانونو له‌خوا په افغانستان کې په نادولتي ادارو کې د نجونو او ښځو د کار د بندیز د پایلو په اړه شوې راغلي چې یو شمېر ادارې له ښځینه همکارانو پورته فعالیت کوي، خو یو شمېر نورو ادارو کې بیا محدود شمېر ښځې پرته له دې چې دفتر ولاړې شي، نېغ په نېغه ساحو ته ځي او خپله دنده مخ‌ته بیايي.

دا سروې ښيي چې یو شمېر موسسې توانېدلي چې خپلو ښځینه کارکوونکو ته له کوره د کار زمینه برابره کړي او تر خوا یې د سیمې له مشرانو سره د خبرو له لارې په مشروط ډول په تعلیمي او روغتیايي برخه کې هم یو شمېر ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.

د سروې په وروستیو کې دا یادونه هم شوې چې په غیردولتي موسسو کې د ښځو کار بندیز د ژغورنې، کیفیت او د خدمتونو د وړاندې کولو برخې اغېزمنې کړې دي.

د افغانستان لپاره د سویډ‌ن کمېټې ویلي، طالبان باید د افغانستان د پرمختګ لپاره د پوهنې په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي او که داسې ونه کړي د دې کمېټې له قوله، زده‌کړو ته د افغانستان د نیمايي خلکو نه پرېښودل به د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG