د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

شهادتنامو برښنايي کول؛ نرګس طالبانو ته: د ځان ښودنې پر ځای ښوونځي پرانېزئ


ارشیف: د طالبانو له لوري له زده کړو منع کړای شوې د کابل د زرغونې عالي لېسې زده کوونکې
ارشیف: د طالبانو له لوري له زده کړو منع کړای شوې د کابل د زرغونې عالي لېسې زده کوونکې

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي چې د دولسمو ټولګيو د نتايجو د جدول او د شهاتنامو د برښنايي کولو لړۍ یې پيل کړې ده.

د دولسم ټولګي زده کوونکې نرګس وایي چې د طالبانو حکومت دې د شهادتنامو د برښنایي کولو پر ځای په هغې طرحې کار وکړي چې د دوی په وینا تر عملي کولو وروسته یې د نجونې پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصوي.

نرګس ازادي راډیو ته وویل، کابو دوه کاله کېږي چې د ښوونځي پرانیستلو ته شېبې شماري، خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره دا چې د دوی وخت بې ځایه تېرېږي، سخته خواشینې ده.

هیله مې دا ده چې طالبان د نجونو ښوونځی پرانېزي.

نوموړې زیاتوي: "دوی باید خپله طرحه بشپړه کړې وای، خو دوی د شهادتنامو د برښنایي کولو خبر ورکوي چې مکتب ونه وایو، شهادتنامې څنګه واخلو؟ دا بې ځایه ځان ښودنه ده، د خلکو فکر بله خوا مصروفوي. هیله مې دا ده چې طالبان د نجونو ښوونځی پرانېزي."

د اتم ټولګي زده کوونکې ستاره هم ورته نظر لري.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل طالبان دې د شهادتنامو د برښنايي کولو پر ځای د نجونو د ښوونځیو په پرانیستلو فکر وکړي.

موږ نه غواړو له زده کړو څخه لرې او بې سواده پاتې شو.

هغې وویل: "وړاندې تر دې چې شهادتنامو ته یې فکر کاوه نو اول به یې د نجونو ښوونځي خلاص کړي وو. زه فکر کوم چې برښنایي شهادتنامې یې یوازې هلکانو ته په پام کې نیولي دي، خو زه دا وایم چې موږ نه غواړو له زده کړو څخه لرې او بې سواده پاتې شو."

دا انتقادونه داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د دولسمو ټولګيو د نتايجو د جدول او د شهادتنامو د برښنايي کولو لړلۍ پيل کړې ده.

د طالبانو په کنټرول کې د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د پوهنې وزارت

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلوېزیون او باختر خبري اژانس په خپلو ټوېټرپانو لیکي چې یاد وزارت د کار په اسنادو کې د جعل د مخنیوي په هدف پیل کړی دی.

د ښوونې او روزنې برخې فعاله قمر نیازۍ هم د طالبانو په دې اقدام نیوکه کوي وايي، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت باید د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

نیازۍ وویل: "د مکتب دروازې دې بندې کړې دي، برښنایي شهادتنامه څه معنا لري؟ لوړو زده کړو ته اجازه نه ورکوې، په برښنایي شهادتنامه څه وکړي؟ دوی په دغې اعلامیه باندې څه ثابتوي؟ دا بېخي له درک او فهم څخه لرې خبره ده."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د دفتر د رییس عزیزاحمد ریان نظر هم ولري، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدلو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په افغانستان کې واک ته له رسېدو سره سم، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل چې د دوی دې اقدام په کور دننه او بهر پراخ پراخ غبرګونونه راوپارول.

د یادو غبرګونونو سره سره د طالبانو حکومت په دې اړه خپله پرېکړه بېرته وانخیسته او د تېر میلادي کال په ډسمبر کې یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG