د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

يو شمېر افغانان: د انټرنېټ بيې لوړې خو کيفيت يې ټيت دی


لوګر ولايت کې د مخابراتي شبکې يو انټن، انځور - ارشيف
لوګر ولايت کې د مخابراتي شبکې يو انټن، انځور - ارشيف

په افغانستان کې د انټرنېټ یو شمېر کاروونکي د انټرنېټ له ټيټ کیفیت او لوړو بیو شکایت کوي.

دوی چې د موبایل د سیمکارتونو له لارې انټرنېټ ته لاس‌رسی لري، وايي ډېر کله یې یو وړوکی کار د ضعیف انټرنېټ له امله په ساعتونو کې هم نه کېږي.

د کابل یوه اوسېدونکې ارزو وايي، په ټوله کې د انټرنېټ سرعت ډېر کم دی.

نوموړې وايي: "د انټرنېټ کیفیت بې اندازې ټيټ دی، موږ په ټوله کوټه کې ګرځو چې انټرنېټ وصل شي او اړیکه ونیسو. دلته چې د انټرنېټ بیې هم لوړې دي، کیفیت یې برعکس ډېر ټيټ دی او استفاده نه‌شي ترې کېدلای."

موږ په ټوله کوټه کې ګرځو چې انټرنېټ وصل شي او اړیکه ونیسو.

د پوهنتونونو یو شمېر استادان او محصلان چې ان‌لاین تحصیلي بهیر مخ ته وړي، هم وايي چې کمزوري انټرنېټ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

د یوه ان‌لاین پوهنتون استادې مرضیې سالنګي ازادي راډيو ته وویل، د ضعیف انټرنېټ له امله نه‌شي کولای زده کوونکو ته په ښه ډول درس وکړي.

اغلې مرضيه سالنګي وايي: "په افغانستان کې د انټرنېټ سرعت ډېر ټيټ دی، په داسې حال کې چې محصلان یې په لوړه بیه اخلي، مثال یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ اخلي خو سرعت یې تر دې حده کم دی چې که یو محصل یوه ورځ په ان‌لاین ټولګي کې ګډون وکړي، بله ورځ یې نه‌شي کولای، ځکه انټرنېټ یې ضعیف وي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې داسې مهال د انټرنېټ له ټيټ کیفیت څخه شکایت کېږي چې د امریکا په سیاټل کې د اوکلا په نوم یوې کمپنۍ چې په نړۍ کې د انټرنېټ سرعت کنترولوي، په ۱۳۷ هېوادونو کې یې د افغانستان انټرنېټ تر ټولو ضعیف بللی دی.

دې شرکت دغه شان ویلي، په افغانستان کې ثابت انټرنېټ د ضعیفوالي له اړخه په ۱۸۰ هېوادونو کې دویم ځای لري.

خو د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ویاند عنايت الله الکوزی ادعا کوي، چې اوس د تېرو کلونو په پرتله د انټرنېټ کیفیت په افغانستان کې ښه شوی او بیې يې هم ټيټې شوې دي.

د افغانستان هغو سیمو ته هم انټرنېټي خدمتونه ورسوي چې پخوا ترې محرومې وې."

نوموړی وايي: "مخکې په افغانستان کې د یو جي بي انټرنېټ بیه له ۱۸۰ تر ۲۵۰ افغانیو پورې وه خو اوس یو جي بي انټرنېټ په ۱۱۰ افغانۍ دی او خدمات یې هم پراخ شوي دي. د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت اوس بریالی شوې چې د افغانستان هغو سیمو ته هم انټرنېټي خدمتونه ورسوي چې پخوا ترې محرومې وې."

په جمهوري نظام کې د مخابراتي شبکو د تنظیم (اترا) خپلواکې ادارې په افغانستان کې د مخابراتي شبکو فعالېتونه څارل خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته په یوه فرمان کې دا اداره او د افغان ټیلي کام او افغان پوسټ شرکتونه بېرته د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت برخه شول.

د نړۍوال بانک د معلومات پر بنسټ، په افغانستان کې د لوېديځ د شل کلن حضور او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په وخت کې یوازې ۱۸ سلنه افغانانو انټرنېټ ته لاس‌رسی درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG