د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

خلک: د طالبانو له راتګ سره بانکونه تړل شوي او کریډیټ کارتونه نه موندل کېږي


د موبایل کریډټ کارتونه
د موبایل کریډټ کارتونه

د بانکونو تړل کېدو او په مخابراتي شبکو کې ستونزې د کابل خلکو عادي ژوند له ننګونو سره مخ کړې دی.

په کابل کې یو شمېر خلکو ازادي راډیو ته وویل چې د دوی پیسې په بانکونو کې بندې پاتې دي او په بازار کې کریډیټ کارت نه شي موندلی.

وروسته له هغې چې طالبان کابل ته ننوتل، ټول بانکونه وتړل شول او په بازار کې د اړینو توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوې چې دې د خلکو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړې.

مریم ، د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، په سختۍ سره یې خپلې او د ميړه پبسې راټولې او په بانک کې خوندي کړې وې، خو اوس ټول بانکونه تړل شوي او هغه د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره هم پیسې نه لري.

مریم وايي: "موږ اوس په کور کې لس افغانۍ هم نه لرو. ټول بانکونه بند دي. پیسې نشته. زه نه پوهېږم چې خپلې پیسې بېرته څنګه واخلم؟ دا پیسې مې په ډېرې سختۍ سره خوندي کړې. اوس شپه او ورځ خوب او ارام نه لرم، څنګه بېرته پیسې ترلاسه کړم."

خو د مالیې وزارت د عامه اړیکو مشر او ویاند د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ټول خصوصي بانکونه او د افغانستان بانک به په راتلونکو دوو ورځو کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

دا نه یوازې بانکونه تړل شوي چې د خلکو عادي ژوند یې ستونزمن کړی، بلکې په مخابراتي شبکو کې ګډوډي او د ټیلیفون کریډیټ کارتونو کمښت هم ستونزې را پیدا کړي دي.

د دولت یوه کارکوونکي حمیدالله نن ازادي راډیو ته وویل چې د ټیلیفون کریډیټ کارتونه په بازار کې کم شوي او بیې بې لوړې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د انټرنیټ د بې ثباتۍ په اړه د مخابراتو شبکې مسوولین هم ځواب ورکوونکي نه دي: "نن ورځ زما د موبایل انټرنیټ ختم شوی. په ډېرې سختۍ او لوړه بیه مې انټرنیټ ترلاسه کړ چې خورا لوړ دی، خو هغه مخابراتي شبکې چې زه د انټرنیټ د فعالولو غوښتنه کوم ځواب نه وایي."

خو د مخابراتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت او د طالبانو د اړوند کمېسیون د مسوولو ترمنځ د همغږۍ ناسته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې د کار کوونکو په منظم حضور، د خدماتو وړاندې کولو پر مسالې ټینګار وشو.

XS
SM
MD
LG