د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د خوست اوسیدونکي د مخابراتي شبکو د شپنیو فعالیتونو سرټکوي


د معلوماتو پربنسټ خوست کې له مخکې هم په ټیلیفوني اړیکو کې ستونزې موجودې وې، خو په وروستیو اونیو کې لاپسې ډېرې شوي
د معلوماتو پربنسټ خوست کې له مخکې هم په ټیلیفوني اړیکو کې ستونزې موجودې وې، خو په وروستیو اونیو کې لاپسې ډېرې شوي

له څو ورځو راهیسې د خوست د مرکز په ځینو سیمو او ولسوالیو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکې بندیږي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د خوست اوسیدونکي وايي، ټیلیفون په اوسني وخت کې د ژوند له ضروري اړتیاوو ده، نو مخابراتي شبکې دې نه یوازې نه بندیږي، بلکې خلکو ته باید مخابراتي اسانتیاوې نورې هم ډېرې شي.

نن شنبه د چنګاښ په ۱۲مه د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ اوسیدونکي مختارالدین جلالزوی ازادي راډیو ته وویل، د خوست د ګڼو نورو سیمو په شان د دوی په ځای کې هم مخابراتي شبکې د مازدېګر له ۶ نه د سهار تر ۶ بجو بندې وي او یو بل ځای ټیلیفون نه کېږي.

مختارالدین جلالزوی زیاته کړه: "د دوه اونیو راپه دېخوا د تریزیو او عليشیرو په ولسوالۍ کې د شپې له خوا د ټولو مخابراتي شبکو فعالیت بند دی، خلک ډول-ډول مشکلات لري، هغوی ته مریضۍ پیدا کېږي، دوی نه شي کولای چې خپل مشکل په وخت سره حل کړي، د سیمې او د ولسوالۍ د خلکو غوښتنه دا ده چې د مخابراتي شبکو فعالیت باید بېرته پیل شي، څو د خلکو مشکلات حل شي. "

د معلوماتو پربنسټ خوست کې له مخکې هم په ټیلیفوني اړیکو کې ستونزې موجودې وې، خو په وروستیو اونیو کې لاپسې ډېرې شوي او د ولسوالیو سربېره د مرکز په ځينو سيمو هم مخابراتي شبکې د شپې له خوا فعاليت نه کوي.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکي کبیر خان مشفق وويل، د دوی په سیمه کې له تېرو څو ورځو راپه دېخوا په پرله پسې ډول مخابراتي شبکې له مازدېګره هاخوا کار نه کوي.

خلیل جان ګربزوال وايي، سره له دې چې د دوی په ولسوالۍ مخابراتي شبکې د شپې له خوا په بشپړډول نه دي تړلې شوي
خلیل جان ګربزوال وايي، سره له دې چې د دوی په ولسوالۍ مخابراتي شبکې د شپې له خوا په بشپړډول نه دي تړلې شوي

نوموړی وايي: "له څو ورځو راهیسې خوست کې له مازدېګر وروسته افغان بیسیم، اېم.ټي.اېن او ورته نورې مخابراتي شبکې لکه څرنګه چې په کار ده فعالیت نه کوي، دې چارې خلک له ګڼو ټولنیزو مشکلاتو سره مخامخ کړي، په ټوله کې زموږ غوښتنه دا ده هر لوری چې دا کار کوي، دا ښه کار نه دی، دا د خلکو پر وړاندې د ستونزو جوړول دي، نو هیله دا ده چې د دې ستونزې په حلولو کې مسووله چارواکي ګام واخلي. "

د ګربزو ولسوالۍ اوسیدونکی خلیل جان ګربزوال وايي، سره له دې چې د دوی په ولسوالۍ مخابراتي شبکې د شپې له خوا په بشپړډول نه دي تړلې شوي، خو فعالیت يې بیخي کمزوری دی، انټرنیټ کار نه کوي او په ټیلیفوني شبکو هم ډېر په مشکلو اړیکه نیول کېږي.

نوموړی زیاتوي، نن سبا سوداګري او کاروبار تر ډېره په ټیلیفون او انټرنیټ باندې دی، خو کله چې د مخابراتي شبکو کیفیت ښکته وي، نو دا حالت د خلکو په کاروبار هم منفي اغېز کوي.

خلیل جان ګربزوال له حکومته وغوښتل چې په مخابراتي شبکو فشار راوړي چې خپل فعالیتونه فعال وساتي.

ازادي راډیو د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د نه فعالیت ستونزه د خوست د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجینر محمدعارف احمدزي سره شریکه کړه، نوموړي وویل، دوی د مخابراتي شرکتونو له ځايي دفترونو سره په اړه کې دي، خو د هغوی ځواب دا دی چې اصلاً د شپې له خوا اړیکې له مرکزه پرې کېږي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "دوی وايي چې دا محلي صلاحیت نه دی، دا له مرکزه کنټرولیږي، دا چې قطع کېږي، دا کار د مرکزه کېږي، مرکز ته هم موږ راپور ورکړی، د اترا اداره مو هم په جریان کې اچولې ده، نوی دوی هم موږ ته ډېر څه نه وايي. "

بل خوا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ملي ادارې "اترا" ویاند سعید شینواری وایي چې په خوست کې له تېرو څو ورځو راهیسې د امنيتي ګواښونو له کبله مخابراتي شبکو د شپې له مخې خپل فعاليتونه کم کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دوی په دې اقدامات کوي چې څرنګه د مخابراتي شبکو پر وړاندې پرتې ستونزې ختمې شي او یو داسې مېکانېزم رامنځته شي چې مخابراتي شبکو ته د ۲۴ ساعته خدمتونو زمینه برابره شي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ملي ادارې "اترا" ویاند وړاندې وویل، په تېرو څلورو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۵۱ مخابراتي ټاورونه د وسله والو ګواښونو په ترڅ کې له منځه تللي، سوځول شوي او یا هم نسبي تخریب شوي دي.

ده زیاته کړې، په دې اړه اقدامات کوي، څو مخابراتي زیربناوې خوندي شي او خلکو ته د پراخ مخابراتي پوښښ زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG