د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

خلک: کندز کې مخابراتي شبکې د شپې بندې وي او د ورځې پرچاوې


ارشیف
ارشیف

کندزیان د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د بندېدو له ستونزو سره له پخوا مخ وو، خو په وروستیو کې د ورځې له خوا هم دلته د مخابراتي شبکو او د انټرنېټ پرچاوي زیاتې شوي دي.

دې چارې د دې ولایت ګڼ اوسیدونکي په ځانګړي توګه هغوی چې کارونه یې له انټرنېټ او ټیلیفون سره تړلي له ستونزو سره مخ کړي.

په کندز کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال اسماعیل اشنا وايي: "اوسنی وخت د ټکنالوژۍ، د کمپیوټر، د ټیلیفون او د انټرنیټ دی، موږ دلته د انټرنیټي خدمتونو له خرابوالي په تنګ راغلي یوو، ان د ورځې له خوا موږ د مخابراتي شبکو له انټرنېټه سمه استفاده نه شو کولی، ځکه سم خدمتونه نه وړاندې کوي. "

د کندز یو شمېر اوسیدونکی هم وايي، حکومت د مخابراتي شبکو له پیرېدونکو لس سلنه مالیه اخلي، خو د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره پر خصوصي مخابراتي شبکو فشار نه راوړي.

کندز ولایت کې له پنځو کلونو راهیسې د شپې له خوا مخابراتي شبکې خپل فعالیت بندوي.
کندز ولایت کې له پنځو کلونو راهیسې د شپې له خوا مخابراتي شبکې خپل فعالیت بندوي.

د دوی په وینا همدا چاره د دې لامل شوې چې د خصوصي مخابراتي شبکو د کار کیفیت د ښه کېدو پرځای خراب شي.

د دې ولایت اوسېدونکی سیدولي وايي: "دغه مخابراتي شبکې دومره ضعیفه شوي ان نه شو کولی چې په اسانی سره یو زنګ ووهو او انټرنېټ همدا شان خراب دی. دا چې حکومت لس سلنه مالیه اخلي ولې دغه ستونزه نه هواروي. "

دوی د حکومت له اړوندو ادارو غواړي چې د کندز خلکو ته د ۲۴ ساعته مخابراتي خدمتونو د برابرولو په برخه کې اقدامات وکړي او د خلکو دا ستونزه دې هواره کړي.

ددې ولایت بل اوسیدونکی ایمل منګل وايي، خلک اړ دي چې خپلو خپلوانو سره د مخابراتي شبکو له لارې اړیکې ونیسي او د دوی دې اړتیا ته پاملرنه مهمه ده.

منګل زیاته کړه: "اوسني شرایطو کې هر کور بهر یو مساپر لري او غواړي د انټرنېټ له لارې ورسره وغږیږي، خو انټرنیټ ډېر کمزوری دی، له دولته غواړو چې د کندزیانو دغې ستونزې ته پام وکړي او د مخابراتي شبکو د انټرنیټ کیفیت لوړ کړي. "

خو د کندز سیمه ییز چارواکي بیا وايي، د کندز د علي اباد ولسوالۍ د شنې تېپې سیمه کې د نوري فایبر پرې شوی کېبل بېرته ترمیم شوی چې ورسره به شته ستونزې هوارې شي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې موږ کوښښ کوو چې مخابراتي شبکې بېرته ۲۴ ساعته فعالیت وکړي. موږ د مخابراتو وزارت او دغه راز د اترا له ادارې سره دغه موضوع شریکه کړې، انشاءالله له ممکنه لارو به دغه مشکل حل کړو."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه په کندز کې د مخابراتي شبکو د چارواکو نظر هم واخلي، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

یو شمېر خلک په داسې حال کې په دې ولایت کې د ورځې له خوا د مخابراتي شبکو او د انټرنېټ د خدمتونو خرابوالي له کبله انتقادونه کوي چې کندز ولایت کې له پنځو کلونو راهیسې د شپې له خوا مخابراتي شبکې خپل فعالیت بندوي.

XS
SM
MD
LG