د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د مخابراتي شرکتونو د انټرنټ له لوړو بيو او خراب کيفيت د کابل ښاريانو شکايت


د افغانستان لوګر ولايت کې د يوه مخابراتي شرکت انتن
د افغانستان لوګر ولايت کې د يوه مخابراتي شرکت انتن

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د انټرنټ له لوړو بیو او خراب کیفیت له امله شکایت کوي.

دوی وایي د انټرنټ بیې خورا لوړې دي چې دوی یې د اخیستلو توان نه‌لري.

د کابل اوسېدونکي احمد شاکر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله خورا لوړې دي چې خلک‌یې د لګښت توان نه‌لري، بله ستونزه دا ده چې د انټرنټ په بیو کنټرول هم نه‌شته، یو شرکت یو جي بي انټرنټ په ۲۵۰ او ځینې یې په ۳۰۰ افغانۍ پلوري، دا شان ځینو بیا د یوې میاشتې لپاره ۴ یا ۵ جي بي انټرنټ ته پنځه یا شپږ سوه افغانۍ بیې ټاکلي چې دا ډېرې لوړې بیې دي، که څه هم ځیني شرکتونه تخفیف لري، خو د شپې له لوري د استفادې وړ نه‌وي."

د دې ښار یوه بله اوسېدونکې مرضیه ستانکزۍ بیا وایي، مخابراتي شرکتونو د انټرنټ کیفیت ډېر ټیټ کړی چې کاروباریان او اړمن خلک‌یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ارشیف، افغانستان کې د انټرنټ یوه کاروونکې
ارشیف، افغانستان کې د انټرنټ یوه کاروونکې

دا وايي: "موږ له سختو ستونزو سره مخ یو، انټرنټ بېخي سم کار نه‌کوي، ۴ جي بي د ۵۵۰ افغانیو په بدل کې فعالوم، خو حتی یو انځور یا وېډیو پرې بل چاته نه‌استول کېږي، څو سیمکارتونه مې بدل رابدل کړل، خو د انټرنټ په کیفیت کې بدلون رانه‌غی يو له بله بدتر دي."

د کابل دا اوسېدونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دې برخه کې په نه‌پاملرنې تورنوي.

خو د دې وزارت مسؤلین وایي چې په دې اړه‌یې د ټولو شرکتونو له مسؤلینو سره بحثونه کړي او ژر به دا ستونزه حل شي.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ازادي راډیو ته وویل: "اوس مهال توانېدلي یو چې په دې برخه کې د افغانستان په کچه لاسته راوړنې ولرو، په یو شمېر ولایتونو کې د انټرنټ تېزوالی له «ټو جي»-«تري جي» ته لوړ شوی دی لکه د لغمان په قرغیو، دا شان د لوګر په برکي برک او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مخابراتو وزارت په دې اړه د خلکو شکایتونو ته پام کوي او هڅه کوي چې د انټرنټ او غږیزو اړیکو د کیفیت په برخه کې خلکو ته بهتر خدمات وړاندې کړي."

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت

هڅه مو وکړه چې د خلکو د دغه شکایتونو په اړه د مخابراتي شرکتونو له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو له وار وار اړیکو سره سره بریالي نه‌شوو.

مخکې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) دنده درلوده چې د مخابراتي شرکتونو له ټولو فعالیتونو څارنه وکړي، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یو فرمان پر بنسټ د افغان ټیلي‌کام په ګډون اترا او افغان پسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پورې وتړل شول.

په وروستیو کې په افغانستان کې له انټرنټه ګټه اخیستنه زیاته شوې ده.

اوس‌مهال په دې برخه کې د یو دولتي شرکت ترڅنګ څلور لویې مخابراتي او انترنټي شبکې او ځیني واړه خصوصي شرکتونه هم فعالیت کوي چې د نظام په بدلون سره د دې شرکتونو د فعالو او غیر فعالو دقیق شمېر نه‌دی معلوم.

XS
SM
MD
LG