د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

کرن ډیکر: هېڅ هېواد د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري


د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره وايي، د نړۍ هېڅ هېواد اوسمهال پلان نه لري چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، که څه هم یو شمېر هېوادونو په دې وروستیو کې د طالبانو استازو ته د افغانستان په سفارتونو کې ځای ورکړی، خو هغې وویل، هېڅ هېواد هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري.

مېرمن ډیکر چې پرون له یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو سره په انلاین غونډه کې خبرې کولې دې پوښتنې ته چې ایا متحدایالات به د دې هېوادونو لاره تعقیقب کړي که نه په ځواب کې وویل چې متحدایالات هم داسې یو پلان نه لري.

هغې زیاته کړه: "موږ له ټولو دې هېوادونو اورېدلي دي چې دوی پلان نه لري د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. زما درک دا دی چې زما د خپل هېواد په ګډون داسې کوم هېواد نه شته چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان ولري. نو که طالبان له نورې نړۍ سره ښه اړیکې غواړي، باید د خپل هېواد له ښځو او نارینه وو سره ښه اړیکې ولري."

په روانه اونۍ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت یو پلاوی تاجکستان ته تللی و، څو په خاروغ ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه وکړي.

په تهران کې د افغانستان سفارت چې څه موده مخکې طالبانو ته وسپارل شو او دوی ورته خپل نوي ډیپلوماتان ولېږل.
په تهران کې د افغانستان سفارت چې څه موده مخکې طالبانو ته وسپارل شو او دوی ورته خپل نوي ډیپلوماتان ولېږل.

طالبانو ته په مسکو او پېکېنګ کې د افغانستان د سفارتونو له سپارلو وروسته په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو.

همداراز په دوبۍ او استانبول ښارونو کې د افغانستان قونسلګرۍ هم طالبانو ته سپارل شوې دي.

د امریکا د سفارت شارژدافېرې په خپلو پرونیو څرګندونو کې هغه راپورونه هم رد کړل چې ګنې امریکا د طالبانو حکومت ته نقدې پیسې ورکوي.

مېرمن ډیکر وویل، متحدایالات له افغانستان سره تر ټولو زیاتې بشري مرستې کوي، خو د هغې په وینا دا پیسې د ملګروملتونو د ادارو له لارې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په پار کېږي.

ارشیف: د هغو ډالرو کڅوړې چې تېر کال نړیوالو افغانستان بانک ته لېږلي دي.
ارشیف: د هغو ډالرو کڅوړې چې تېر کال نړیوالو افغانستان بانک ته لېږلي دي.

نوموړې زیاته کړه، دا طالبان دي چې وایي، امریکا دوی ته نقدې پیسې ورکوي.

د نوموړې په وینا حقیقت دا دی چې متحدوایالتونو له دوی سره د یوې افغانۍ مالي مرسته هم نه ده کړې.

طالبان تقریباً هره میاشت په منظم ډول د نړیوالو د بشري مرستو د کڅوړو د ترلاسه کولو خبر ورکوي، خو هېڅکله یې نه دي ویلي چې دا مرستې کوم هېواد یا کوم نړیوال سازمان ورسره کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG