د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

استانبول کې طالبانو ته د قونسلګرۍ سپارل؛ صیقل دا ګام د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف بولي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د دوی له لوري استول شوي ډیپلومات په رسمي ډول په خپل کار پیل کړی دی.

که څه هم د ګاونډیو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو یو شمېر هېوادونو یې په سیاسي استازولیو کې ډیپلوماتان منلي.

تازه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د دوی استول شوي ډیپلومات په خپل کار پیل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل په یوه ویډیو کې چې نن د دې وزارت په ټویټر پاڼه خپره شوې، ویلي، دوی هڅه کوي چې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د ډیپلوماتیکو فعالیتونو ترڅنګ بهر مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمتونه وړاندې کړي.

هغه وویل: "د ترکيې جمهوريت سره د افغانستان اسلامي امارت ديپلوماتيکې اړيکې ځانګړی اهميت لري. استانبول کې د زرګونو افغان کډوالو شتون د دې ښار اهميت لا زياتوي او ايجابوي چې د افغان حکومت استازي په شفاف ډول ټول لازم خدمات وړاندې کړي."

که څه هم نوموړي نه دي ویلي چې استول شوی ډیپلومات څه نومېږي او په مسلکي برخه کې یې څومره زده کړې کړي دي، خو له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې استانبول ته د طالبانو استول شوی ډیپلومات ګل مت خان ځدراڼ نومېږي.

دا ایران، پاکستان، روسیې، چین، قطر او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو ته د طالبانو د ډیپلوماتانو له استولو وروسته په ډیپلوماتیک ډګر کې د طالبانو لپاره د وړاندې تګ یو بل خبر بلل کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په ایران کې دوی ته د افغانستان د سفارت د سپارلو او په کې د خپلو اته ډیپلوماتانو د کار د پیل خبر ورکړی وو.

خو حکومت یې لا هم د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

په همدې حال کې د طالبانو منتقد او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل طالبانو ته د افغانستان د سیاسي استازولیو سپارل د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف ګام بللی دی.

نوموړي په خپل ټویټر لیکلي چې د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ویانا د کنوانیسون د دویمې مادې پر بنسټ "د هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې د دوه اړخیزې هوکړې له مخې رامنځته کېږي."

صیقل لیکلي دا ناشونې ده چې د طالبانو ناقانونه حکومت ته دې په سیمه کې د افغانستان د سیاسي استازولیو دفترونه وسپارل شي.

نوموړي ویلي، هغه ډله چې په کور دننه او بهر مشروعیت نه لري استازي يې په بهر کې د ډیپلوماتانو په توګه منل د ویانا د کنوانیسون له بېلابېلو مادو سره ټکر لري چې باید تفصیلي بحثونه پرې وشي.

که څه هم د طالبانو حکومت د صیقل د دغه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې يې خپل حکومت مشروع بللی دی.

د راپورونو پر بنسټ، افغانستان په ټوله نړۍ کې ۶۵ سیاسي استازولۍ لري چې په ډېرو کې یې تر دې دمه د تېر جمهوري حکومت ډیپلوماتان فعال دی او بهر مېشتو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG