د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

متقي: د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره مو اړيکې رسمي بڼه لري


د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سر پرست وزیر امیرخان متقي وایي، که یې حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې اړیکې اوس رسمي بڼه لري.

ښاغلي متقي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي راډیو ټلوېزیون سره په مرکه کې چې بېګاه خپره شوه وویل، د نړۍ د ډېرو هېوادونو سفارتونه په کابل کې خلاص دي او هم د دوی سفارتونه په همدې هېوادونو کې فعال دي، استازي او ډيپلوماتان ځي او راځي.

ښاغلي متقي په دې اړه چې ولې یې حکومت په څه باندې ۱۹ میاشتو کې د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی وویل: "تاسو پوهېږئ نړۍ هم اوس داسې ګرځېدلې لکه یو کور. نزاکتونه ډېر دي او له موږ سره افغانستان کې تېر شل کاله قریب پنځوس هېوادونه جنګېدلي دي. هغوی هم چې بېرته را مخته کېږي، په تدریج سره ممکن قدم را واخلي او نور هېوادونه به هم څه ملاحظات لري."

ښاغلي متقي په دې اړه چې د هېوادونو ملاحظات څه دي، نورې څرګندونې ونه‌کړې خو د طالبانو د سر پرست حکومت له جوړېدو راهیسې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې په شمول د دې هېواد د ټولو وګړو اساسي حقونو ته درناوی او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدا د نړېوالې ټولنې له اساسي غوښتنو څخه دي.

د نړيوالو ډيپلوماتیکو اړیکو شنونکی عزیزالدین معارج وایي، د ښاغلي متقي دا خبره چې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې اړیکې اوس رسمي بڼه لري، د حکومتونو په رسمیت پېژندلو او ورسره د ډيپلوماتیکو اړیکو د لرلو له نړېوالو منل شویو اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره اړخ نه لګوي.

هغه تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "نړيوال په رسمیت پېژندل اول شرط دی. ورپسې خبره د ډيپلوماتیکي اړیکو ده چې هغه په کومه کچه جوړې شي. خو دا هم موږ نه‌شو ردولی ځکه په اوسني حالت کې چې موږ ګورو په نا اعلان شوي ډول هم طالبان نړيوال په رسمیت پېژني، نیمه استازولي لري، عملاً ډيپلوماتیکې چارې مخ ته وړل کېږي او د دوی استازي په ځینو هېوادو کې منل شوي او پخواني سفارتونه هم له دوی سره کار کوي. نو په ټوله کې موږ دا ویلای شو چې یو استثنایي حالت په نړيوالو حقوقو او ډيپلوماتیکو چارو کې موجود دی."

عزيز معارج
عزيز معارج

د طالبانو د بهرنیو چارو سر پرست وزیر امیرخان متقي په دې اړه چې تر اوسه په څومره هېوادونو کې سفارتونه دوی ته سپارل شوي هېوادونه په دوو برخو و وېشل او زیاته یې کړه، یو هغه سفارتونه دي چې دوی نوي ډيپلوماتان ورلېږلي او بل هغه سفارتونه دي چې پخواني ډيپلوماتان په‌کې دي او له بهرنیو چارو وزرات سره یې اړیکې ټینګې کړي.

ښاغلي متقي ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیه، چین، ترکیه، سعودي عربستان، قطر او مالیزیا هغه هېوادونه یاد کړل چې دوی نوي ډيپلوماتان ورلېږلي او د چک جمهوریت، مصر او اندونیزیا په شمول یو شمېر نور هېوادونه یې دوهمه بڼه هېوادونه وبلل چې د پخواني حکومت ډيپلوماتان په‌کې فعال دي او د ده په خبره د دوی اطاعت کوي.

ښاغلي متقي هیله وښوده چې دغه سلسله چې، د ده په خبره اوس روانه ده او په ډېرو هېوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ دوی ته سپارل کېږي، دا به له نړېوالو سره د دوی د حکومت ډېپلوماتیکې اړیکې نورمال حالت ته راولي.

خو د ملګروملتونو د چارواکو په شمول د نړۍ اکثره مشرانو د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو او نجونو اساسي حقونو ته درناوی د یوه اساسي شرط په توګه ایښی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG