د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغان ښځو لګول شوي محدودیتونه باید وڅېړل شي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو لاریون چې طالبان یې مخه نیسي
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو لاریون چې طالبان یې مخه نیسي

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې له افغان ښځو سره د طالبانو چلند د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول شمېرل کېدای شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل تازه راپور کې چې پرون د لیندۍ په ۴مه خپور شو ویلي چې پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه باید د نړیوالو قوانیو په رڼا کې د جنسیت پربنسټ د ځورونو په توګه وڅېړل شي.

دې کارپوهانو چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ هم په کې شامل دی، د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو مثالونه یاد کړي او وايي چې دا اقدامات د بشریت پرضد له جنایتونو سره انډول شمېرل کېدای شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

راپور له تعلیم څخه د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو بې برخې کولو، عامه ځایونو لکه پارکونو او سپورتخونو ته د ښځو پر ننوتو ممانعت، له کوره د بې محرمه ښځو پر راوتلو بندیز او ګڼو نورو مواردو ته اشاره کوي او وايي، په کور کې کېناستو ته د ښځو مجبورول له زندان سره انډول دی.

راپور زیاتوي چې دا کار ښایي د کورني تاوتریخوالي او د ذهني ناروغیو کچه لوړه کړي.

د ملګروملتونو کارپوهانو پر هغو مواردو هم اندېښنه ښودلې چې له کورونو د بې محرمه ښځو د راوتو په صورت کې طالبان د هغوی د کورنیو نارینه غړو ته سزا ورکوي.

راپور یادونه کوي چې د دې کار هدف دا دی چې نارینه او هلکان دې ته اړ شي چې د طالبانو له اوامرو د سرغړونو په صورت کې ښځو ته جزا ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو راپور له میاشتو میاشتو راهیسې د بشري حقونو له فعالانو سره د ناوړه چلند، د هغوی د وهلو ټکولو او نیولو یادونه هم کوي.

په راپور کې په ځانګړي ډول د ظریفې یعقوبي یادونه شوې چې د نومبر په درېیمه د مېرمنو د یوې مدني ټولنې د اعلان پرمهال په کابل کې ونیول شوه او له خپلو څلورو نارینه همکارانو سره لاهم په بند کې ده.

دا کارپوهان وايي چې دوی د دې فعالانو د روغتیا لپاره خورا زیاته اندېښنه لري.

ظریفه یعقوبي
ظریفه یعقوبي

راپور زیاتوي چې طالبان دا خلک د خپلو اساسي حقونو د غوښتنې لپاره نیسي په داسې حال کې چې دا کار غیرقانوني او د خپلسرو نیونو په معنا دی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې په خپل راپور کې پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو نړیوالو اصولو او مکلفیتونو ته درناوی وکړي، د ښځو او نجونو د تعلیم او کار او همداراز په ټولنیز ژوند کې د ښځو د برخې اخیستو په ګډون د بشري حقونو ټول مقررات او معیارونه ومني.

په راپور کې د بشري حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو همکارانو د سمدستي خوشې کېدو او یا په بند کې د هغو د دوامداره ساتلو لپاره د دلایلو د وړاندې کولو غوښتنه هم شوې.

همداراز دې کارپوهانو له طالبانو غوښتي دي چې ښځو او نارینه وو ته له وېرې پرته د غونډو د جوړولو اجازه ورکړي، له اوامرو د ښځو د سرغړونې په خاطر نارینه وو ته جزا ورکول بند کړي، د نجونو منځني ښوونځي او لېسې پرانیزي او عامه ځایونو ته د ښځو پر ورتګ د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي دي چې طالبان د ښځو په اړه له دې پرېکړو راوګرځوي، په افغانستان کې د جنسیت په اساس د ښځو د ځورونو د عاملانو په اړه څېړنې او د بشري حقونو د فعالانو ملاتړ وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG