د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

له نړيوالو د افغان ښځو غوښتنه: داسې حکومت دې جوړ شي چې د مېرمنو حقونه په‌کې خوندي وي


کابل کې يو شمېر افغان مېرمنې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
کابل کې يو شمېر افغان مېرمنې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

په داسې حال کې چې یونما د طالبانو له‌خوا د توقیف شویو افغان ښځینه فعالانو په اړه د وضاحت په لټه کې ده، د افغان ښځینه مشرانو ټولنه له نړیوالې ټولنې اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د یوه داسې ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار ته ادامه ورکړي، چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څارنه وشي کړی.

د ظریفې یعقوبي همکاره ترنم سعیدي د مدني فعالې ظریفې یعقوبي او نورو هغو مېرمنو د خوشې کولو غوښتنه کوي، چې ادعا کېږي په دې وروستیوکې د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوې او نادرکه دي.

"موږ په تمه و چې په دې دوو اوونیو کې به زموږ سیاسیون یو کار وکړي"

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، په لومړیو درې ورځو کې د ظریفې خور د دې له‌پاره چې نوموړې د طالبانو په بند کې یوازې نه وي ورسره وه، خو په خبره یې له درې ورځو وروسته طالبانو اغلې یعقوبي بل ځای ولېږدوله او خور یې بېرته کورته ولېږله چې له هغه وروسته بیا د نوموړې له حاله خبر نه‌دي.

نوموړې وايي: "موږ په تمه و چې په دې دوو اوونیو کې به زموږ سیاسیون یو کار وکړي، یا به نړیواله ټولنه مرسته وکړي، خو تر اوسه هيچا هم د دوی د خلاصون له‌پاره جدي اقدام نه‌دی کړی، د امنیت شورا دې د ظریفې، پروین او نورو بندي نجونې د خلاصون له‌پاره فوري اقدام وکړي، ځکه ښایي چې ډېر سخت شرایط به تېروي."

طالبانو پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف
طالبانو پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې سخت محدوديتونه لګولي دي، انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان ښځینه مشرانو ټولنې بېګاه ناوخته په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي دي، چې د نومبر له اتمې څخه بیا تر لسمې پورې په بروکسل کې نږدې شپېتو افغان ښځینه مشرانې د افغان ښځینه مشرانو ټولنې د درېیمې ګډې ناستې په ترڅ کې د افغان مېرمنو پر ستونزو خبرې کړي او د هوارۍ لپاره یې په نړیوالو غږ کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي نړیواله ټولنه، اروپايي اتحادیه او ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د یوه داسې ټول‌شموله حکومت پر جوړولو ټینګار ته ادامه ورکړي، چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څارنه وشي کړای.

"موږ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، په دې وروستۍ مسلې چې مېرمنې بندي شوې دي"

دا ناسته چې د اروپایي ټولنې له‌خوا جوړه شوې وه، یوې ګډون کونکې یې محبوبې سراج ازادي راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې افغان ښځینه مشرانو په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه په تېره د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو او بندي کولو په اړه بحث وکړ.

نوموړې وويل: "موږ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې، په دې وروستۍ مسلې چې مېرمنې بندي شوې دي، چې په‌کې ظریفه یعقوبي او څلور نورې خویندې هم شاملې دي وغږېدلو، له یونما څخه مو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي، ځکه موږ خپله د دې قدرت نه‌لرو چې یوې موضوع ته اجرایوي بڼه ورکړو، خو له نړیوالو منځګړیو څخه غواړو، چې له طالبانو سره خبرې وکړي او موضوع حل کړي."

کابل کې يو شمېر مېرمنې د لاريون پرمهال، انځور - ارشيف
کابل کې يو شمېر مېرمنې د لاريون پرمهال، انځور - ارشيف

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ یونما په دې اړه په خپل تازه ټوېټ کې د توقیف شویو ښځو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او ویلي، چې ټول توقیف شوي باید خپلو کورنیو او قانوني سلاکار سره د اړیکې اجازه ولري.

د افغان ښځینه فعالانو د نیولو بیا نادرکه کېدلو په اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت له ویاندویانو سره خبرې وکړو، خو ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند یې عبدالنافع ټکور بیا ولیکل، چې دا مېرمنې د دوی له‌خوا نه‌دي نیول شوي او د استخباراتو کار دی، خو د استخباراتو ویاند یې خلیل همراز هم زمونږ پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د طالبانو حکومت په تېرو نږدې شپاړلسو میاشتو بیاځلي واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړې، د اکثره دولتي اداروکې ښځینه کارکوونکې یې په کور کېنولي، لرې واټن سفر یې پرې له شرعي محرم پرته بند کړی او حجاب یې هم پرې اجباري کړی دی.

په دې وروستیو کې یې تفریحي پارکونو ، ورزشي کلبونو او حمامونو ته له تګ هم منع کړي دي.

د افغان مېرمنو په وینا کله چې د دې محدودیتونو په اړه دوی غږ پورته کوي، بیا نیول کېږي او بندي کېږي.

د یادونې ده، چې دا محدودیتونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG