د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

په افغانستان کې له تفریحي پارکونو او حمامونو څخه د ښځو منع کول په څه معنا دي؟


کابل کې يو تفريحي پارک، انځور - ارشيف
کابل کې يو تفريحي پارک، انځور - ارشيف

د طالب چارواکو له‌خوا پر افغانو مېرمنو د محدودیتو د وضع کولو په لړ کې په دې وروستیو کې له تفریحي پارکونو او حمامونو څخه منع شوي دي.

طالبانو وړاندې ویلي و چې ښځې د شرعي حجاب په رعایت کولو سره کولای شي د اونۍ په درې ورځو کې پارکونو ته ورشي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړي دي.

ددې وزارت ویاند عاکف مهاجر دا مني چې دوی مېرمنې تفریحي پارک ته له ورتګ منع کړي دي.

نوموړی د دې کار لامل ښځو ته د مناسب چاپېریال نه‌شتون یاد کړی دی.

په کابل کې د تفریحي پارکونو خاوندان شکایت کوي چې دې بندیزونو يې کاروبارونو ته سخت تاوان اړولی.

د ځاځي پارک مسؤلینو پرون ازادی راډیو ته دا تأیید کړې ده چې اوس يې د تېر په پرتله عواید ډېر کم شوي او که شرایط همداسې پر مخ لاړ شي دوی به مجبور شي چې د پارک دروازې وتړي.

خو حمانونو ته د تګ په برخه کې پر ښځو د لګېدلي بندیز په اړه ښاغلي مهاجر ازادي راډیو ته پرون په لنډ ډول داسې وويل: "اوکی د اوس له‌پاره همداسې ویل شوي دي."

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو کابو پنځلس میاشتې تېرېږي، په دې موده کې تر ټولو زیات محدودیتونه پر مېرمنو لګېدلي.

د طالبانو حکومت دې کړنو په کور دننه او بهر غبرګونونه هم راپارولي دي، خو طالب چارواکو د دغو محدودیتونو په اړه په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه‌دی راويستی.

نن د نور بس دی پروګرام کې په همدې موضوع بحث کوو. مېلمانه مو د ښځو د حقونو فعاله مېرمن ماریا توتاخېل او مېرمن فوزیه وحدت ده چې د موضوع په ارتباط به راسره خبرې وکړي.

دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:00 0:00
XS
SM
MD
LG