د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د غبرګونونو دوام؛ امریکا پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه وغندل


ارشیف: د کابل په یو تفریحي ځای کې د ښځو ګڼه ګوڼه
ارشیف: د کابل په یو تفریحي ځای کې د ښځو ګڼه ګوڼه

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه غندي.

هغې ویلي چې پارکونو ته د ښځو پر تګ بنديز به د ښځو، ماشومانو او افغانستان لپاره ناوړه پايلې ولري.

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه په کور دننه او بهر غبرګونونه دوام لري.

دا وار د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرین ډیکر چې له دوحې کار کوي د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا پارکونو ته د ورتګ ممانعت غندلی.

اغلې کرین چې پاکستان ته تللې وه پرون یې یو لړ ټوېټونو کې لیکلي چې اسلام اباد ته د خپل سفر په پای کې یې داسې راپورونه واورېدل چې په افغانستان کې ښځې نور پارکونو ته د تګ اجازه نه لري.

هغې دا پرېکړه بې معنی بللې.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر

هغې زیاته کړه، ښځې حق لري چې د نارینه وو په څېر پارکونو ته ولاړې شي او له دې چې اصلاً د ماشومانو ساتل د دوی تر غاړې وي تازه هوا او ګرځېدو ته اړتیا لري.

د امریکا د سفارت شارژدافیرې زیاته کړه چې پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز به د ښځو، ماشومانو او افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.

کرین ډېکر چې څو ورځې په اسلام اباد کې وه هلته یې له هغو افغان مېرمنو سره هم کتلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له هېواده وتلې دي.

اغلې کرین په خپل ټوېټر لیکلي چې دغو افغان مېرمنو وطن ته د ستنېدو زیاتې هېلې درلودې، خو له دې ډارېږي چې هلته به جبري ودونو ته اړ ایستل شي له کار او زده کړو به محرومې شي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

دوی شاوخوا ۴۲۰ ورځې کېږي چې له اتم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او د راپورونو له مخې ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې محدودویتونه زیاتوي.

تر ټولو وروستی یې همدا حمامونو، ورزشي کلبونو او پارکونو ته د ښځو په ورتګ باندې ممانعت دی.

د کابل تفرېحي پارکونو ته د ښځو په ورتګ نوي محدودیتونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

د کابل یوه اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله ماریا توتاخېل د طالبانو د نوي بندیز په اړه وايي: "یوه اداره یا یو حکومت چې په یوې مېرمنې باندې روغ صحت او تازه هوا هم نه لورېږي یعنې د خدای ورکړه هوا ده. تاسو فکر وکړئ چې په داسې ملک کې به د ښځو راتلونکی څنګه وي؟ مېرمنې زندانیانې دي. حق د تفریح نه لري. په یاد ساتئ د دوی بل بندیز به دا وي چې حتی مېرمنې د سودا لپاره ښار ته هم نه شي تللی."

د بخښنې نړیوال سازمان هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې تفریحي پارکونو او لوبغالو ته د ښځو پر تګ بندیز په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د بریدونو وروستۍ لړۍ ده.

دغه سازمان په خپل ټوېټ کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو ستونزې له پامه ونه غورځوي.

د بشري حقونو د څار ډلې د طالبانو لخوا لګول شوي نوي بندیزونه غندلي دي.

د دغه سازمان د اسیا د څانګې مشرې پاټریشیا ګاسمن ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی اساسي بشري حقونو ته درناوی نه لري.

پاټریشیا ګاسمن
پاټریشیا ګاسمن

د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې له دې وروسته به ښځو ته په پارکونو، حمامونو او سپورتي کلبونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

څو میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي وو چې ښځې کولای شي په اونۍ کې یوازې درې ورځې له نارینه پرته د کابل تفریحي پارکونو ته ولاړې شي.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي، خو د طالبانو له څوارلس میاشتني واکمنۍ وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو د دوام اجازه نه ده ترلاسه کړې او ګڼو هغو ښځو چې په پخواني دولت کې یې کار کاوه په کور ناستې دي.

XS
SM
MD
LG