د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

په ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام کې له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستنه په کومه کچه ده؟


ارشيف
ارشيف

فوټبال بې له شکه چې په نړۍ کې تر ټولو لوبو زیات مینه‌وال لري، تر تېرو څو کلونو پورې د فوټبال په مسابقو کې د څارنې لپاره له ټکنالوژۍ څخه کار نه اخیستل کېده خو اوس اوس په ځینو برخو کې دې کار ته اجازه ورکول کېږي.

په ۲۰۱۴ او وروسته په ۲۰۲۲ کلونو کې په ځینو نړیوالو لوبو کې له ټکنالوژۍ کار واخيستل شو خو د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام له رانژدې کېدو سره دا پوښتنه په ذهنونو کې ګرځي چې په سږني جام کې به د ټکنالوژۍ کارول په کومه کچه وي؟

په پام کې ده هغه تخنیکي وسایل، چې د اروپا د فوټبال د اتلانو په لیګ کې کار ترې اخیستل شوی و، د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې هم وکارول شي.

په دې وسایلو کې یوه د آفسایډ د تثبیت لپاره نیمه اتومات دستګاه ده چې له لوبڅار سره د آفسایډ په اړه په دقیقه پرېکړه کې مرسته کوي.

دا دستګاه د مصنوعي ذکاوت له ټکنالوژۍ کار اخلي او د لوبغاړي او توپ حرکات تعقیبوي.

د وار VAR یا ویډیويي مرستیال لوبڅار په نوم یوه بله دستګاه هم شته چې له ډېرو مخالفتونو وروسته د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې په لوبو کې وکارول شوه.

که د ګول په اړه شک وي، مشکوکه پِنالټي پېښه شوې وي، د سره کارت اړتیا وي او یا لوبڅار وغواړي ځان پوه کړي چې کوم لوبغاړي د جزا په کرښه کې دننه داسې فول وهلی چې سزا یې پنالټي ده؛ هغه یوازیني څلور موارد دي چې له وار څخه کار په‌کې اخیستل کېږي.

په دې څلورو حالاتو کې مرستیال لوبڅاران چې پر ویډیويي دستګاه څار کوي، د غوږۍ په وسیله تماس نیسي او لوبڅار غوښتنه ترې کوي چې پېښه توضیح کړي چې البته وروستۍ پرېکړه په هر صورت د لوبڅار په لاس کې ده.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ګول د کرښې په نوم له یوې بلې ټکنالوژۍ هم کار اخیستل کېږي څو لوبڅار ډاډه شي چې ګول وهل شوی که نه.

دا ټکنالوژي د ګول پر پایو د لګول شویو کمرو په وسیله توپ څاري؛ یعنې کله چې توپ په بشپړ ډول له کرښې واوړي دا دستګاه سیګنال لېږي او د لوبڅار لاسي ساعت لړزه کوي؛ البته دا هرڅه له لوبڅار سره د مرستې لپاره دي څو دقیقه پرېکړه وکړي، خو له دې ټولو سره سره بیاهم یوازینی څوک چې وروستۍ پرېکړه کوي لوبڅار دی.

XS
SM
MD
LG