د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د ريال ماډريد د فوټبال لوبډلې 'مهاجم کريم بن زيما' د غوره فوټبالر جايزه ترلاسه کړه


مهاجم کريم بن زيما ته د فوټبال د نړۍ د نوموتي لوبغاړي زین الدین زیدان له‌خوا دا جايزه ورکړل شوه
مهاجم کريم بن زيما ته د فوټبال د نړۍ د نوموتي لوبغاړي زین الدین زیدان له‌خوا دا جايزه ورکړل شوه

د ریال ماډرید د فوټبال ټیم مهاجم کریم بن زیما وتوانېده چې د ۲۰۲۲ م کال د غوره نارینه فوټبالر جایزه ترلاسه کړي.

زیما ته د طلايي توپ جایزه په هغو مراسمو کې چې د ( اکټوبر په ۱۷ مه) پاریس کې جوړ شوي وو، د فوټبال د نړۍ د نوموتي لوبغاړي زین الدین زیدان له‌خوا ورکړل شوه.

سږ کال د دې جایزې په ترلاسه کولو کې د کریم بن زیما په وړاندې د لیونډوسکي او سډیو مین په څېر لوبغاړو حضور درلود.

د فوټبال د نړۍ پېژندل شوی لوبغاړی لیونل میسي چې اوه ځلې یې د طلايي توپ جایزه اخیستې، سږ کال دې جایزې ته نوماند نه و.

د ښځو په برخه کې د بارسلونا د فوټبال ټیم لوبغاړې الیکسیا پوتیلاس وتوانېده چې د ۲۰۲۲ م کال د طلايي توپ جایزه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG