د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

د فيفا پخوانی مشر: ايران ته دې په نړيوال جام کې د ګډون چانس نه ورکول کېږي


د فوټبال نړیوال فدارسیون یا فیفا پخواني مشر سپ بلاټر
د فوټبال نړیوال فدارسیون یا فیفا پخواني مشر سپ بلاټر

د فوټبال نړیوال فدارسیون یا فیفا پخواني مشر سپ بلاټر ویلي؛ ایران دې په نړیوال جام کې له ګډونه منع شي.

هغه دا خبره په داسې حال کې کړی ده چې په تېرې سپټمبر میاشت کې د ځوانې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته ایران د پراخو اعتراضونو شاهد دی.

امیني د اسلامي حجاب نه رعایت کولو په تور د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا نیول شوې وه او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

سویسي ورځپانې "بلیک" نن د بلاټر په حواله لیکي دي؛ که چېرته د فیفا مشر وای په دې نړیوال جام کې به يې د ایران د ګډون مخه نیول يې وه.

ټاکل شوی ده دنړیوال جام سیالي د نوامبر میاشتې په شلمه قطر کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG