د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله نن د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي


د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله، انځور - ارشيف
د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله، انځور - ارشيف

د اسیا د مرکز د فوټبال د سیالیو په لړ کې تمه کېږي، چې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډله نن د ترکمنستان په وړاندې لوبه وکړي.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون په خپل رسمي فېسبوک کې لیکلي، چې دغه مسابقه د کابل پر وخت د مازیګر درې نیمې بجې پیلېږي.

تر دې مخکې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډله په خپله لومړۍ مسابقه کې توانېدلې وه په یوه ګول سره ایران ته تېره جمعه ماتې ورکړي.

د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د اسیا د مرکز د فوټبال مسابقې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې چې د لړم/ عقرب پر ۳۰مه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG