د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډلې د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه


د افغانستان د فوټبال فډراسیون پر خپل رسمي فېسبوک لیکلي چې افغان لوبغاړو سیاله لوبډله یو- صفر ماته کړه.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون پر خپل رسمي فېسبوک لیکلي چې افغان لوبغاړو سیاله لوبډله یو- صفر ماته کړه.

د اسیا د مرکز د فوټبال په لوبو کې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډلې نن د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون پر خپل رسمي فېسبوک لیکلي چې افغان لوبغاړو سیاله لوبډله یو- صفر ماته کړه.

افغان ۱۴ کلنو تېره جمعه په خپله لومړۍ لوبه کې ایران ته هم په یوه ګول سره ماتې ورکړې وه.

د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د اسیا د مرکز د فوټبال لوبې د تېرې اونۍ په وروستیو کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې او د لړم/ عقرب تر دېرشمې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG