د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

طالبان ولې د الظواهري وژنې ته غبرګون ښودلو کې پټه خوله دي؟


آرشیف
آرشیف

په افغانستان کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژنې په باب د امریکا د ولسمشر جوبایډن له اعلانه دوه ورځې تېرې شوې؛ خو د طالبانو حکومت تر اوسه د الظواهري وژل کېدل نه دي تاید کړي.

تېره شپه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې د واټساپ له لارې لیکلي چې هڅه کوي د طالبانو رسمي دریځ ترلاسه کړي.

رویټرز د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو جګپوړو مشرانو په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید ته د ځواب ویلو لپاره چهارشنبه بحث کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه مشر له قوله ویلي د لوړپوړو طالب چارواکو غونډې روانې دي او په دې بحث کوي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید ته ځواب ووايي یا نه.

د رویټرز په وینا، دغه طالب مشر چې په کابل کې مهم مقام لري، غوښتنه کړې چې نوم یې افشا نه شي.

هغه دا نه ده تاید کړې چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په هغه کور کې چې توغندی پرې لګېدلی وو موجود وو که څنګه.

د اګست په لومړۍ نېټه په یوه ټلوېزیوني وینا کې ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه ډرون الوتکې په هدفي بریدونو کې وژل شوی دی.

د ښاغلي بایډن له اعلان دوه ورځې وروسته، د طالبانو حکومت لا تر اوسه د کابل په زړه کې د الظواهري وژنه نه ده تایید کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه د وټسپ له لارې ازادي راډیو ته لیکلي چې هڅه کوي د طالبانو رسمي دریځ ترلاسه کړي.

د افغانستان د چارو کارپوه طارق فرهادي ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه چې طالبانو ولې د الظواهري د مړینې په برخه کې چوپتیا غوره کړې وویل: "امکان لري ځینې طالبان به نه وو خبر چې ایمن الظواهري د حقاني په مېلمستون کې مېشت دی. سراج الدین حقاني پلار جلال الدین حقاني چې تقریباً د ظواهري همسنه دی او دوی د روسانو پر ضد جنګ کړی دی همسنګر وو. نو حقاني ښايي ځان مجبوره حس کړی وي چې یو ځای ظواهري ته پیدا کړي او همالته محفوظه وي. او امکان لري چې نورو طالبانو ته یې نه وي ویلي. او دا امکان لري چې د طالبانو تر منځ ستونزه پیدا کړي. د طالبانو تر منځ ځینې نزاکتونه او مسایل شته چې ټول یې د ظواهري په اړه یو ډول فکر نه کوي."

د طالبانو حکومت تایید کړې چې د کابل په شیرپور سیمه کې یو کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوی دی.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې دا برید غندل شوی او د نړیوالو اصولو او د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دغه برید په اړه خبریالانو ته خپل دريځ څرګند کړی.

نوموړي ويلي: "دغه موضوعات تر اوسه موږ ته هم معلوم نه دي. صرف دغه یو شی موږ ته معلوم دی چې دلته هوایي برید شوی دی. زموږ له خوا اسلامي امارت دا شی (برید) په کلکه غندي دا زموږ د ملي حاکمیت او د بین المللي اصولو او د دوحې تړون خلاف عمل دی. موږ بار بار خلکو ته ویلي چې زموږ خاوره د نورو خلکو او ګاونډیانو پر ضد نه استعمالیږي. دا د اسلامي امارت پالیسي ده موږ په خپله پالیسي کلک ولاړ یو."

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي

د ۲۰۲۰ کال د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به د القاعدې غړو او هغو کسانو ته چې له افغانستانه پر امریکا د برید اراده لري پناه نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې طالبانو د القاعدې د مشر په کوربه توب او په کابل کې هغه ته د پناه ورکولو له لارې د دوحې له تړون څخه په بشپړه توګه سرغړونه کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د مشر میچ مک کونل په حواله ویلي چې د الظواهري وژنه لا ښيي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا هېواد یو ځل بیا د تروریستي فعالیتونو په ستر مرکز بدلېږي.

په دې اړه په یوه تحلیلي راپور کې راغلي چې متقاعد جنرال فرانک مکینزي چې د روان کال تر پیله پورې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله، ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د القاعدې د روزنیزو کمپونو د بیا پیل هڅې لیدلي.

د ښاغلي مکینزي له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې داسې کوم اقدامات نه دي شوي چې وښيي طالبان د دې کمپونو د جوړېدو د مخنیوي هوډ لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څه کم یو کال تېر شو، خو د نړۍ هیڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG