د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د الظواهري وژنه او د افغانستان پر راتلونکي يې اغېز؛ شنونکي: دا پېښه د نورو مداخلو پيلامه ده


الظواهري د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې ووژل شو.
الظواهري د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې ووژل شو.

د افغانستان په پلازمېنه کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل؛ هغه هم داسې مهال چې طالبانو تل ټینګار کړی چې د القاعدی په ګډون له هیڅ کوم ترهګرې ډلې سره اړیکه نه لري او هیڅ وران‌کارې ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې ناوړه استفاده وکړي.

الظواهري د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې ووژل شو.

پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو یو کال وروسته په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل به د دغه هېواد پر راتلونکې څه اغېز وکړي؟

ځیني شنونکي دا پېښه د یوه نوي وضعیت پیل او په افغانستان کې د نورو مداخلو پیلامه بولي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېد د یو کال په تېرېدو سره، داسې مهال چې طالبان د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو ور ټکوي، امریکا متحده ایالاتو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د دوی د واکمنۍ په مرکز کې په نښه کړ.

الظواهري د اسد میاشتې په نهمه نېټه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې له لوري په نښه او ووژل شو.

امریکا د الظواهري وژل تاید کړل، ولسمشر جو بایډن تېره شپه د وینا په مهال د الظواهري د وژل کېدو په تاید سره وویل: "موږ به نور هیڅکله اجازه ورنه‌کړو چې افغانستان د ترهګرو په امن ځای بدل شي، ځکه هغه نور تللی او موږ به ډاډه شو چې نور به هیڅ نه کېږي."

امریکا داسې مهال پر الظواهري برید وکړ چې طالبان دا برید د دوحې د هوکړې خلاف عمل بولي، خو د همدی هوکړې پر بنسټ باید طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړې وي.

خو د متحده ایالاتو د معلوماتو پر بنسټ، الظواهري پر افغانستان د طالبانو د یو کلنې واکمنۍ پر مهال، کابل کې خپلې کورنی ته ورغلی و.

د افغانستان د مخکیني جمهوری نظام د دفاع وزارت مرستیال او پوځي شنونکی تمیم عاصي په دې باور دی چې دا پېښه په نړیواله کچه د طالبانو مشروعیت ته یو دروند ګزار دی او یو ځل بیا د افغانستان په چارو کې بهرنۍ مداخلې ته لار اواروي.

نوموړی وايي: "د طالبانو لپاره به ډېره ستونزمنه شي چې د نړۍ، سیمې، ختیځ، لویدیځ په کچه او دغه شان د ګاونډیانو له لوري په رسمیت وپېژندل شي. د الظواهري وژل کېدو دا وښوده، دغه راز چې طالبان د لومړي امارت په مهال د اسامه بن لادن کوربانه وو او پر افغانستان یې د لويدیځ او ختیځ بریدونو ته زمینه برابره کړه، نو دویم امارت هم د کابل په زړه کې د ترهګرو کوربه توب کوي، چې دا په خپله غربیانو او شرقیانو ته پلمه په لاس ورکوي، د بې پیلوټه الوتکو وروستي بریدونه همدا ښیي."

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال او پوځي شنونکی تمیم عاصي
د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال او پوځي شنونکی تمیم عاصي

ښاغلی عاصي وایي، که طالبان د القاعدې په ګډون له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې نه‌کړي، افغانستان به یو ځل بیا د نړۍ او سیمې د هېوادونو د استخباراتی ادارو د سیالیو په ډګر بدل شي.

بل لور ته په واشنګټن کې د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل: "لومړی باید طالبان په افغانستان کې ترهګرو ته ځای ورنه‌کړي، چې دا تمه بې‌ځایه ثابته شوه، دویم دا چې باید ټول شموله حکومت جوړ کړي او بل دا چې بشري حقونه په پام کې ونیسي، افغانانو ته د اقتصادي او بشري مرستو ته زمینه برابره کړي، نو په دې برخه کې امریکا د طالبانو لپاره نه، بلکې د افغانانو لپاره تعامل کوي."

په همدې حال کې د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي: "د معلوماتو پر بنسټ، په کوم کور کې چې ایمن الظواهری وژل شوی، د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني دی."

د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل
د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل

ښاغلی نبیل ادعا کوي چې له دی پېښې وروسته سم دستي سراج الدین حقاني د ملکي وګړو په ګډون د یو ستر کاروان په ملتیا د ځمکې له لارې د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ او له هغه ځایه د پکتیا څو ولسوالیو ته تللی، خو دا ادعا د خپلواکو سرچینو لخوا نه ده تایید شوې.

ښاغلي نبیل په دې لیکنه کې ویلي: "د طالبانو لپاره به دا ستونزمنه وي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د کړو ژمنو په برخه کې له لاسه تللی باور بېرته ترلاسه کړي او یا د اصلاحاتو په برخه کې افغانانو او نړیوالې ټولنې ته غوږ شي، چې له شک پرته به د دوی د امارت عمر رالنډ کړی او یا به په امارت کې دننه د سپینې او یا خونړۍ کودتا لامل شي."

راتلونکی پېښې به دا روښانه کړي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل تر کومه کولی شي چې د طالبانو له ماتې سره مخ حکومت نور هم وننګوي.

XS
SM
MD
LG