د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د الظواهري د وژل کېدو له خبر ۲۴ ساعته وروسته لا هم طالبان چوپه خوله دي


ايمن الظواهري
ايمن الظواهري

د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو پر اعلان له ۲۴ ساعتونو زیات وخت تېریږي خو طالبانو تر اوسه دا مسله چې نوموړی په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی، نه تایید او نه هم رد کړې ده.

طالبانو د الظواهري د وژلو په تړاو د امریکایي لوړ پوړو چارواکو د نورو تورونو په اړه چې دا ډله د دوحې په تړون کې د کړو ژمنو خلاف له القاعده سره نږدې اړیکې پالي، هم څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

په داسې حال کې چې طالبانو د امریکا له خوا د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو د اعلان په اړه پټه خوله غوره کړې، سپینه ماڼۍ وایي، متحده ایالات د هغه د مړینې ډي ان اې تاید نه لري.

دا خبره د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي پرون وروسته له هغه وکړه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د القاعده مشر په افغانستان کې د امریکا د بي بیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې جان کربي وویل چې متحده ایالات به دغه تایید ترلاسه نه‌کړای شي.

خو ښاغلي کربي چې له سي ان ان ټلوېزیون سره خبرې کولې دغه راز وویل چې د هغه مړینه د نورو سرچینو ترڅنګ په بصري ډول تایید شوې ده.

د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل چې د امریکا استخباراتو په ډېر اعتماد سره ویلي چې الظواهري وژل شوی دی.

د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي
د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي

د القاعده د مشر د وژلو له اعلان مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یوازې دغه برید وغانده او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د دا ډول اعمالو دوام به موجوده فرصتونه زیانمن کړي.

خو د دغه راپور تر جوړېدو چې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو پر اعلان له ۲۴ ساعتونو زیات وخت تېریږي، طالب چارواکو پټه خوله غوره کړې ده.

طالبانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته هم ځواب نه‌دی ورکړی او نه یې هم د هغو تورونو په اړه چې د الظواهري له وژل کېدو سره پرې له القاعده سره د اړیکو او ورته د پټن ځای ورکولو په اړه لګېدلي څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

طالبان ولې پټه خوله دي؟

د افغانستان د سولې او شخړو د مطالعاتو د مرکز مرستیال مشر حکمت اعظمي وایي: "زما په فکر دوی باید اول په خپله رهبري کې فیصله وکړي چې دا تایید کړي او که یې نه‌کړي. خو په ډېر احتمال ښایي وخت ونیسي چې دوی یې تایید کړي. او بل دا د طالبانو لپاره لویه بدنامي او د شرم خبره ده او فکر کوم د هغو درواغو چې ویلي وچې دا حقیقت نه لري او ادعا یې کولې، د هغو د پټولو لپاره دوی پټه خوله دي."

د الظواهري له وژل کېدو سره دا پوښتنه چې ایا هغه ته طالبانو په کابل کې پناه ورکړې وه را پورته کېږي.

د امریکا د حکومت جګپوړیو چارواکو ویلي چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي له دې خبر و چې ایمن الظواهري په کابل ښار کې چېرته اوسي، متحده ایالاتو تمه کوله چې طالبان د دوحې په تړون کې کړې ژمنې پر ځای کړي او د القاعده غړیو ته بیا اجازه ورنه‌کړي چې په دې هېواد کې بیا ځانونه منسجم کړي.

اسوشتیدو پرس آژانس د امریکا د استخباراتي چارواکو له قوله ویلي چې نوموړی په هغه کور کې اوسېده چې خاوند یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یو جګپوړی همکار دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه هم تبصره نه‌ده کړې.

دا له کله چې امریکایي ځواکونه او ډیپلوماتان له افغانستانه وتلي، ظاهراً د امریکا د بې پیلوټه الوتکې لومړنی برید دی چې په دی هېواد کې یې کوي.

دغه برید به ښایي هغه باورونه پیاوړي کړي چې متحده ایالات په افغانستان کې له پوځي حضور پرته هم کولای شي له ګواښونو سره مقابله وکړي.

دې موضوع ته د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي هم اشاره وکړه او ویې ویل متحده ایالات دا وړتیا لري چې له لیرې د تروریزم ضد حملې ترسره کړي.

جان کربي وویل، پیغام ډېر واضيح دی او هغه نه یوازې القاعده بلکې هر هغه چا ته چې دوی ته پناه ورکوي.

نوموړي وويل: "موږ هلته په ځمکه کې هیڅ ځواکونه نه درلودل خو د څو میاشتو په اوږدو کې د استخباراتو او معلوماتو د دوامداره راټولولو لړۍ کې موږ وتوانېدو چې دا برید په خورا موثریت سره ترسره کړو."

د جان کربي په خبره دوی په دې پوه دي چې القاعده لا په افغانستان کې کوچنی حضور لري او زیاته یې کړه چې موږ به بیا هم بیدار پاتې شو او بیا به هم وړتیا ولرو.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نږدې کال په پوره کېدو دی خو حکومت یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

نړیوالو د نجونو او ښځو د زده کړې او کار حقونو ته د درناوي ترڅنګ د طالبانو مخ ته ځینې نور شرایط هم ایښي چې یو یې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او هغوې ته د دې اجازه نه ورکول دي چې د افغانستان له خاورې پر نورو د احتمالي بریدونو لپاره کار واخلي.

XS
SM
MD
LG